د پرپوزل برابرولو او عنوان ټاکلو تر سرلیک لاندې یو ورځني ورکشاپ ترسره شو.
د پرپوزل برابرولو او عنوان ټاکلو تر سرلیک لاندې یو ورځني ورکشاپ ترسره شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون محصلانو چارو معاونیت لخو د غونډو په عمومې تالار کې د پرپوزل برابرولو او عنوان ټاکلو سرلیک لاندې یو ورځني ورکشاپ ترسره شو.
په دغه ورکشاپ کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال شیخ عبدالمالک نیازی، د مرکزي پوهنتونونو او د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د ماسټري او دوکتورا برنامو محصلینو ګډون درلود.
غونډې په پیل کې شیخ صاحب عبدالمالک نیازي ګډوانوالو ته ښه راغلاست ترڅنګ دغه ورکشاپ د مقالو لیکو، تحقیق او پرپوزل برابرولو لپاره خوره ګټور یاد کړه.
د پرپوزل برابرولو او عنوان ټاکلو تر سرلیک لاندې ورکشاپ د انجنیري پوهنځي استاد دوکتور عارف نعیم زاد له لوري وړاندې شو چې پکې د پروپوزل د عنوان ټاکل، د پروپوزل د کلیمو استعمال، د پروپوزل برابرولو ځانګړتیاوې، د مؤثرې څېړنې دنده، د مؤثرې څېړنې جوړښت او د څېړنې ډولونه وپېژندل شول.
د ورکشاپ په پای کې عملي کار ته هم وخت ورکړل شو او په عملي ډول یې ګډوانوالو ته د پروپوزل عنوان ټاکل او نورې برخې وښودل شوی.
هېره دې نه وي، چې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون تل هڅه کوي چې د محصلینو لپاره د نظري زده کړو ترڅنګ په عملي کارونو په برخه کې زمینه برابره کړي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت
۵/۱۱/۱۴۰۴
