د هوا ککړتیا عواملو او د حل لارو چارو تر سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو.
د هوا ککړتیا عواملو او د حل لارو چارو تر سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو.
نن دوشنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا عمومي مرکز له لوري، د ،هوا ککړتیا عواملو او د حل لارو چارو، تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سیمینار د استادانو، پوهنتون د رهبرۍ غړو او اداري کارکوونکو په حضور کې ترسره شو.
د سیمینار په پیل کې د علمي چارو مرستیال پوهنوال عبدالواحد لیاقت د هوا ککړتیا په اړه مقدماتي وینا وکړه. نوموړي وویل: د هوا ککړتیا مخنیوی د هر وګړي مسؤولیت دی او ټول باید د خپل چاپېریال په پاک ساتلو کې خپل مسؤولیت اداء کړي.
ورپسې د زراعت پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور حمیدالله یونسي د ،هوا ککړتیا عواملو او د حل لارو چارو، تر سرلیک لاندې علمي سیمینار وړاندې کړ. نوموړي د چاپېریال ساتنې ارزښت د اسلام له نظره، د هوا ککړتیا مفهوم، د ککړتیا ډولونه، پر ټولنه د هوا ککړتیا اغېزې، د انسان پر روغتیا د ککړتیا زیانونه او د هوا ککړتیا د مخنیوي لارې چارې په اړه هر اړخیز بحث ترسره کړو .
ښاغلي یونسي همدارنګه لارښوونه وکړه، چې تر ډېره حده پورې دې په موټرو کې د تګ پر ځای پیاده یا بایسکل تګ ته ترجیع ورکړل شي او د سون توکو د استعمال پر ځای د برقي او بریښنا وسایلو څخه ګټه واخېستل شي.
د یادونې وړ ده، چې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د تدریس ترڅنګ چاپېریال ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کوي، څو د زده کړو، تدریس او څېړنې لپاره مناسبه او ارامه فضاء برابره شي.
دوشنبه:
۲/۴/۱۴۰۵هـ.ش
۵/۲/۱۴۴۸هـ.ق
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت
