د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي او د افغان ملي بانک تر منځ اړونده برخه کې د ګډو همکاریو تړون لاسلیک شو
د یاد تړون لیک د لاسلیک کولو پر مهال د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور رفیع الله منیب د یاد تړون لیک په امضاء کولو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې د دې تړون لیک له مخې به د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي اقتصاد او بانکدارۍ څانګې محصلین عملي زده کړې تر لاسه کوي او د عملي زده کړو په برخه کې به یې ستونزې حل او فصل شي.
یاده دې وي چې د یاد تړون لیک د لاسلیک کولو پر مهال د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د شرعیاتو پوهنخي رئیس مولوي عبیدالله عابد، د یاد پوهنځي د اسلامي اقتصاد او بانکدارۍ څانګې آمر پوهنمل دوکتور ارسلاح ظفري او د افغان ملي بانک مسوولینو ګډون کړی وو.
نېټه : یکشنبه
۱۴۰۲/۱۰/۱۰ هـ ش ــــ ۱۴۴۵/۰۶/۱۷ هـ ق