د زراعت پوهنځي پیژندنه
پیژندنه
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په چوکاټ کې د زراعت پوهنځی د هیواد د کرنیز سکتور ارزښت ته په کتو سره د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې د پریکړې په اساس په ۱۴۰۰ ه ش کال کې تأسیس شوی ده. دغه پوهنځی یوازې د فوق لېسانس (ماستري او دوکتورا) په سویه فعالیت کوي او فعلا څلور تحصیلي برنامې مخته وړي. د یادولو وړ ده چې اوس مهال د “کرنیز اقتصاد او کلیو پراختیا” او “حیواني تغذیې او تولید” دیپارتمنتونو کې د ماستري برنامې فعاله دي او همدارنګه د “اګرانومي” او “هارټیکلچر” دیپارتمنتونو کې د دکتورا برنامې مخته وړي.
لړليد
د زراعت پوهنځی غواړي چې د یو معتبر علمي او تحقیقاتي مرکز په حیث د زراعت په برخه کې مسلکي پوهه او وړتیاوې رامنځته او د ټولنې د اقتصادي پرمختګ لپاره په مؤثریت سره کار وکړي.
مأموریت
د زراعت پوهنځی د کرنیز سکتور په برخه کې د ټولنې اړتیاوو ته په کتو سره، د درسي، تحقیقي او ترویجي خدمتونو له لارې د متخصصو او مسلکي کادرونو د روزنې لپاره فعالیت کوي.
موخې
عمومي موخه
ټولنې ته د زراعت په برخه کې د پوهو او نوښتګرو متخصصینو وړاندې کول، چې د کاري فرصتونو د ایجاد او ټولنې ته د خدمت کولو په روحیه سره سنبال وي.
اختصاصي موخې
- د زراعت په برخه کې د معیاري تحصیلي خدمتونو له لارې ټولنې ته د مسلکي او متخصصو کسانو وړاندې کول.
- د علمي څیړنو له لارې په زراعتي سکتور کې د ستونزو درک کول او ورته د مناسبو حل لارو موندل.
- د علمي او څړنیزو چارو د همغږی په موخه د ملي او نړیوالو علمي او څړنیزو بنسټونو سره د هر اړخیزو اړیکو ټینګول.
- د کرنیز سکتور اړوند ذیدخل ادارو او بنسټونو سره د زراعتي پروژو او پالیسیو د طرحې، ډیزاین او تطبیق په برخه کې همکار پاتې کیدل.
څانګې / دیپارتمنټونه
- د کرنیز اقتصاد او کلیو پراختيا په څانګه کې د ماستری برنامه
- د اګرانومي په څانګه کې د دوکتورا برنامه
- د حیواني تغذیې او تولید په څانګه کې ماستري برنامه
- د هارتیکلچر په څانګه کې د دوکتورا برنامه
لاسته راوړنې
۱. تدریس
- د کرنیز اقتصاد او کلیو پراختیا دیپارتمنت کې د ماستری برنامې پیل (لومړۍ او دوهمه دوره).
- د اګرانومي دیپارتمنت کې د دوکتورا برنامې پیل (دوهمه دوره).
- د حیواني تغذیه او تولید دیپارتمنت کې د ماستري برنامې پیل (لومړۍ دوره).
۲. هوکړه لیکونه
- داخلي هوکړه لیکونه: د هیواد د بیلابیلو پوهنتونونو سره.
- د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ وزرات سره د هوکړه لیک لاسلیک.
- د ننګرهار د کانال شرکت سره د هوکړه لیک لاسلیک.
- د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون سره د هوکړه لیک لاسلیک.
۳. عملي کارونه
- د محصلینو او استادانو د علمي څیړنو لپاره تحقیقاتی فارم ایجادول او استفاده.
- د لابراتواري سهولتونو ایجادول او عملي ګټه اخیستنه.
- د اړونده سکتوري ادارو او سازمانونو سره ګډ کار او د کرنیزو تولیدي فعالیتونو څخه لیدنه.
علمي سفرونه
۱. داخلې علمي سفرونه
د هیواد په کچه مختلفو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته علمي سفرونه ترسره شوي ترڅو دوه اړخیزې اړیکې قوي شي.
۲. بهرني علمي سفرونه
د علمي کادر د جذب او دوه اړخیزو علمي همکاریو لپاره پاکستان او نورو هیوادونو پوهنتونونو ته سفرونه شوي دي.
۳. د محصلینو علمي سفرونه
د کرنې، اوبو لگولو او مالداری وزارت اړوند فارمونو، لابراتوارونو او زراعتي پروژو څخه لیدنې او عملي کارونه.
علمي مقالې
- پوهندوی دوکتور حمیدالله یونسی: ۸ مقالې
- پوهندوی دکتور محمد اسماعیل هاشمی: ۶ مقالې
- پوهنمل دوکتور سید اجمل قریشي: ۴ مقالې
- پوهندوی عبیدالله محق: ۴ مقالې
- پوهنیار نثار احمد زاهد: ۶ مقالې
ماستري او دوکتورا برنامې
څانګه / دیپارتمنت | برنامه | فعال |
---|---|---|
کرنیز اقتصاد او کلیو پراختیا | ماستري | ✔ |
اګرانومي | دوکتورا | ✔ |
حیواني تغذیه او تولید | ماستري | ✔ |
هارتیکلچر | دوکتورا | ✔ |