د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه.

aiiu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
aiiu

د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د پوهنتون سرپرست رئیس دوکتور رفیع الله عطاء په مشري تر سره شوه، چې پکې د پوهنتون د معاونیتونو مرستیالانو او د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو ګډون درلود.
په غونډه کې د ۱۴۰۴ کال راپورونه او د ۱۴۰۵ کال پلانونه شریکول، د ستراتېژیک پلان د نظارت، د استادانو مسلکي پرمختیا (PDC)بورډ د جوړښت، د پوهنتون د لنډ مهاله علمي او څېړنیزو برنامو ایجاد او د پسرلني سمسټر پیل او اختتام نېټه او ورته نور موضوعات وړاندې شو.
د غونډې په پای کې د پوهنتون سرپرست رئیس دوکتور رفیع الله عطاء له ټولو ګډونوالو څخه وغوښتل، چې د پوهنتون د لا پیاوړتیا او د اسلامي نظام د ټینګښت او پرمختګ لپاره په اخلاص، ژمنتیا او نه ستړې کېدونکو هڅو خپل رسالت ادا کړي او د علمي، اداري او مسلکي مسؤلیتونو په ترسره کولو کې لا زیات کوښښ او همغږي څرګنده کړي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت
۱۴۰۴/۱۲/۱۰

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۸:۴۸
Background image

د دعوت او ارشاد رئیس د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

د دعوت او ارشاد رئیس د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون څخه لیدنه وکړه.
نن یکشنبه د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ الحدیث مولوي حکمت الله حکمت او ورسره مل پلاوي د افغان نړیوال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۴:۱
Background image

د نصاب عمومي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه.

د نصاب عمومي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د نصاب عمومي کمېټې نوبتي غونډه د علمي چارو مرستیال، پوهنوال دوکتور عبدالوحد لیاقت په مشرۍ ترسره شوه.
د نصاب عمومي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۱۰
Background image

د ستراتیژیک پلان عمومي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه.

د ستراتیژیک پلان عمومي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د ستراتیژیک پلان عمومي کمېټې نوبتي غونډه د علمي چارو مرستیال پوهنوال دوکتور عبدالواحد لیاقت په مشري. . .

BACK TO NEWS