د څلورو خالي بستونو لپاره آزموینه واخیستل شوه

aiiu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۰:۳
aiiu

د څلورو خالي بستونو لپاره آزموینه واخیستل شوه
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون له لوري د څلورو خالي بستونو لپاره آزموینه واخیستل شوه.  
یاده آزموینه د پوهنتون د سرپرست رئیس محترم دوکتور رفیع الله عطاء په نظارت ترسره شوه. نوموړي د آزموینې له پیل مخکې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د شفافې پروسې اړوند ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه، چې پوهنتون د اهلیت او وړتیا پر بنسټ د افرادو جذب ته ژمن دی.  
په دغه آزموینه کې د طب پوهنځي لابرانټ متخصص (NTA)، د زراعت پوهنځي اجرائیه مديريت، د انجنیري پوهنځي لابرانټ او د شرعیاتو پوهنځي تدریسي مدیریت خالي بستونو لپاره کاندیدان شامل وه.
ټول ۴۵ تنو کاندیدانو پکې ګډون کړی و، چې له آزموینې وروسته به له بریالیو کسانو سره مرکې (انټرویو) ترسره شي، او بریالي کاندیدان به یادو بستونو ته وګمارل شي.
د یادونې وړ ده، چې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د استخدام پروسه تل پر شفافیت، اهلیت او اصولو ولاړه وي، تر څو مستحق او وړ اشخاص د دندو موقع ترلاسه کړي. 
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۴۲
Background image

د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه

د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د پوهنتون د سرپرست رئیس، محترم پوهندوی دوکتور رفیع‌الله عطاء صاحب په مشرۍ، د ریاست مقام په تالار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۹:۵۱
Background image

د امیر المـؤمنین حفظه ‌الله تعالی ورعاه د فرامینو تدریس او تشریح تر عنوان لاندې سیمینار ترسره شو

د امیر المـؤمنین حفظه ‌الله تعالی ورعاه د فرامینو تدریس او تشریح تر عنوان لاندې سیمینار ترسره شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا مرکز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۹:۴۳
Background image

د ادارة الوقت (د وخت د مدیریت) تر عنوان لاندې علمي سیمینار ترسره شو

د ادارة الوقت (د وخت د مدیریت) تر عنوان لاندې علمي سیمینار ترسره شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د ظرفیت لوړونې آمریت له لورې د "ادارة الوقت" تر عنوان لاندې. . .

BACK TO NEWS