د اداري فساد د مخنیوي، اداري اخلاقو او دیانت په تړاو یوه ورځنی سیمینار

aiiu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۱:۲۳
curruption

نن یکشنبه د وږي (سنبله) د میاشتې په ۳۰مه نېټه، د مالي او اداري چارو معاونیت تر چتر لاندې د کارکوونکو چارو آمریت د دعوت او ارشاد کمېټې په نوښت یو ورځنی علمي سیمینار دایر کړ. د دغه سیمینار اصلي موضوع د فساد پېژندنه، د هغه لاملونه او د مخنیوي لارې چارې وې.
په ورکشاپ کې د دعوت او ارشاد آمر مولوي صاحب عبدالقیوم، مولوي محمد طیب حقاني او د محصلانو چارو آمر ښاغلي سید عبدالوهاب هاشمي، د فساد د ډولونو، اساسي عواملو او د هغې د مخنیوي پر لارو چارو مفصلې ویناوې وکړې او ګډونوالو ته یې په یادو موضوعاتو کې بشپړ معلومات وړاندې کړل.
د ورکشاپ په وروستۍ برخه کې د علمي چارو مرستیال د پروګرام د لاسته ‌راوړنو لنډه نتیجه‌ ګیري وړاندې کړه او د دعاء په ویلو سره یې غونډه پای ته ورسوله.
د پوهنتون له لوري د ورته ورکشاپونه د ترسره کولو هدف د روڼتیا ټینګول، د فساد د مخنیوي فرهنګ عامول او د اداري چارو د لا اغېزمن بهیر تضمینول بلل کېږي، چې د دې ډول علمي سیمینارونو د دوام لپاره خپلې هلې ځلې به پرله ‌پسې جاري ساتي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۱:۲۸
Background image

د علمي چارو معاونیت تر چتر لاندې د مسلکي ظرفیت لوړونې عمومي مدیریت له لوري د علمي کادر غړو د دندو، مکلفیتونو او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرامینو د تدریس او تشریح تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي سیمينار ترسره شو

د علمي چارو معاونیت تر چتر لاندې د مسلکي ظرفیت لوړونې عمومي مدیریت له لوري د علمي کادر غړو د دندو، مکلفیتونو او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرامینو د تدریس او تشریح. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۱:۲
Background image

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون جدیدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او د دغه پوهنتون ممتاز محصلانو د ستایلو غوڼده تر سره شوه

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون جدیدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او د دغه پوهنتون ممتاز محصلانو د ستایلو غوڼده تر سره شوه، چې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون رئیس پوهندوی دوکتور رفیع الله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۰:۲۵
Background image

د پوهنتون سرپرست رئیس د ، طب، انجینري او زارعت پوهنځيو له مسؤلینو د زده کړو کیفیت لوړو  په موخه د همغږۍ غونډه تر سره کړه

د پوهنتون سرپرست رئیس د ، طب، انجینري او زارعت پوهنځيو له مسؤلینو د زده کړو کیفیت لوړو  په موخه د همغږۍ غونډه تر سره کړه.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی دوکتور. . .

BACK TO NEWS