د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اداري شورا نوبتي غونډه ترسره شوه

aiiu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۹:۳۲
غونډه

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اداري شورا نوبتي غونډه ترسره شوه.
نن چهارشنبه، د ۱۴۰۴ هـ ش کال د میزان میاشتې ۲۳مه نېټه، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اداري شورا نوبتی غونډه د پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی دوکتور رفیع الله عطاء په مشرۍ ترسره شوه. یاده غونډه کې چې د ټولو معاوینتونو معاونینو او د پوهنځیو رئیسانو ګډون کړی و، پکې د محصلانو د غوره تدریس، تدریسي معیارونو، او کیفیت ته د لا پاملرنې په اړه هر اړخیز بحث وشو. همدارنګه د ادارې د کارکوونکو ورځنیو ستونزو ته هم کتنه وشوه، چې د حل لپاره مناسبې پرېکړې ونیول شوې.
په غونډه کې د نويو محصلانو د ښه راغلاست مراسمو د ترتیب او تنظیم موضوع هم مطرح شوه او اړوندو برخو ته لازمې لارښوونې وشوې.
د غونډې په جریان کې د پوهنتون سرپرست رئیس دوکتور رفیع الله عطاء ټولو معاونینو او د پوهنځیو رئیسانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی غوښتنو ته به پر وخت او لازمه رسیدنه وشي.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اداره ژمنه ده، چې د تدریس بهیر لا پیاوړی کړي او محصلانو ته معیاري، اغېزمن او ارزښتناک تعلیمي خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۵۴
Background image

د عوت او ارشاد آمریت له لوري له اداري کارکوونکو څخه آموینه واخستل شو

د عوت او ارشاد آمریت له لوري له اداري کارکوونکو څخه آموینه واخستل شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون له ټولو اداري کارکوونکو څخه د " په اسلامي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۹:۳۲
Background image

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اداري شورا نوبتي غونډه ترسره شوه

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اداري شورا نوبتي غونډه ترسره شوه.
نن چهارشنبه، د ۱۴۰۴ هـ ش کال د میزان میاشتې ۲۳مه نېټه، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اداري شورا نوبتی غونډه د پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۱:۴۳
Background image

د آمیرالمؤمنین حفط الله د فرامینو د تشریح تر عنوان لاندې علمي سمینار وړاندې شو

د آمیرالمؤمنین حفط الله د فرامینو د تشریح تر عنوان لاندې علمي سمینار وړاندې شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون مرستیالانو، داخلي او خارجي استادانو ته د آمیرالمؤمنین حفظه الله له لوري په. . .

BACK TO NEWS