د پنځو خالي اداري بستونو لپاره آزموینه واخیستل شوه.

aiiu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۲۶
aiiu

د پنځو خالي اداري بستونو لپاره آزموینه واخیستل شوه.
نن چهار شنبه چې د روان کال ۱۴۰۴ سلواغې میاشتې له ۲۲مې نېټې برابره ده، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون له خوا د پنځه خالي اداري بستونو آزموینه واخیستل شوه.
دغه آزموینه کار اهل کار ته د سپارلو په موخه د آزاد رقابت له لارې د پوهنتون په عمومي تالار کې له ۱۳۰ تنه نوماندانو څخه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال قاري عبدالستار "حیدري" او د آزموینې عمومي کمیټې په حضور کې ترسره شوه. 
د آزموینې په پیل کې د آزموینې کمېټې غړی د زراعت پوهنځي رئیس پوهندوی دوکتور حميدالله "یونسي"  ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د آزموینې پروسې د شفافیت په اړه ډاډ ورکړ. نوموړي وویل چې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ژمن دی، څو د آزادې سیالۍ له لارې وړ او مسلکي کسان پر دندو وګماري.
د یادونې وړ ده، چې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون هڅه تل دا وي، چې د اداري او علمي چارو د پیاوړتیا په موخه د آزادو سیالیو له لارې د کارکوونکو  ګمارنې ته لومړیتوب ورکړي؛ تر څو وړ کسان په دندو وګمارل شي او ورسپارل شوي مسؤلیتونو په ښه توګه ترسره کړي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۲۶
Background image

د پنځو خالي اداري بستونو لپاره آزموینه واخیستل شوه.

د پنځو خالي اداري بستونو لپاره آزموینه واخیستل شوه.
نن چهار شنبه چې د روان کال ۱۴۰۴ سلواغې میاشتې له ۲۲مې نېټې برابره ده، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون له خوا د پنځه خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د عصري علومو په برخه کې د DNA ټکنالوژۍ د استفادې تر عنوان لاندې علمي کنفرانس تر سره شو.

د عصري علومو په برخه کې د DNA ټکنالوژۍ د استفادې تر عنوان لاندې علمي کنفرانس تر سره شو.
نن دوشنبه چې د روان ۱۴۰۴ هـ.ش کال د دلوې میاشتې له ۲۰مې نېټې سره سمون خوري ، د افغان نړیوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۳:۴۱
Background image

د مروري مقالو د چمتو کولو، څرنګوالي او نړیوال ژورنالونو  کې د خپرولو تر عنوان لاندې ورکشاپ ترسره شو.

د مروري مقالو د چمتو کولو، څرنګوالي او نړیوال ژورنالونو  کې د خپرولو تر عنوان لاندې ورکشاپ ترسره شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون محصلانو چارو معاونیت له لوري د غونډو په عمومي تالار کې. . .

BACK TO NEWS