د علمي چارو معاونیت، څېړنې او علمي مجلې معاونیتونو کلنۍ ارزونه ترسره شوه.

aiiu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۹:۲۲
aiiu

د علمي چارو معاونیت، څېړنې او علمي مجلې معاونیتونو کلنۍ ارزونه ترسره شوه.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو معاونیت، څېړنې او علمي مجلې معاونیتونو کلنۍ ارزونه د د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت له لوري ترسره شوه.
یاده ارزونه د وزارت د علمي معین محترم شیخ صاحب ضیاالرحمن مدني په مشرۍ او د وزارت د تقرر او ترفیعاتو رئیس د تضمین کیفیت رئیس، نصاب رئیس، بهرنیو اړیکو رئیس او د تالیف او ترجمه رئیس په ګډون ترسره شوه. د ارزونې د پیل په مراسمو کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس دوکتور رفیع الله عطاء راغلو پلاوو ته د ښه راغلاست تر څنګ د پوهنتون اړوند معلوماتي پریزنټیشن وړاندې کړه، چې ورپسې د پوهنتون د علمي چارو معاونیت، څېړنې او علمي مجلې له اړوندو معاونیتونو څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره شوه.
په پیل کې د علمي چارو معاونیت مسؤولینو د تدریسي بهیر، درسي نصابونو، د استادانو د علمي رتبو، ترفیعاتو او تقررونو، د تضمین کیفیت میکانیزمونو، تحصیلي پلانونو او اداري همغږۍ په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل. همدارنګه د تېرو کلونو لاسته راوړنې، شته ننګونې او راتلونکي ستراتیژیک پلانونه تشریح شول.
ورپسې د څېړنې او علمي مجلې معاونیت فعالیتونه وارزول شول. په دې برخه کې د علمي څېړنو د ودې، د څېړنیزو پروژو د تطبیق بهیر، د استادانو او محصلینو د علمي مقالو د ارزونې او چاپ میکانیزم، د علمي مجلې د نشر منظم سیستم، او د څېړنیزو مرکزونو د فعالیتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې شول.
پلاوي همدارنګه د پوهنتون له څېړنیزو مرکزونو، کتابتون، ارشیف او اړوندو علمي اسنادو څخه لیدنه وکړه او د علمي کیفیت د لا لوړوالي او اداري اصلاحاتو په موخه یې لازمې سپارښتنې وړاندې کړې.
په دې ارزونه کې د پوهنتون رئیس دوکتور رفیع الله عطاء، د علمي چارو مرستیال پوهنوال دوکتور عبدالواحد لیاقت او د علمي مجلې او څېړنې معاونیت مرستیال دوکتور محمد ولي سالاري ګډون درلود، چې د خپلو اړوندو برخو په اړه یې هراړخیز معلومات وړاندې کړل.
د پوهنتون مشرتابه د وزارت له پلاوي څخه د مننې ترڅنګ ډاډ څرګند کړ، چې د وزارت له پالیسۍ، لوایحو او طرزالعملونو سره سم به د علمي کیفیت د لوړوالي، څېړنیزو فعالیتونو د پراختیا، او د علمي مجلې د معیاري کولو په برخه کې خپلې هڅې لا پیاوړې او سیستماتیکې کړي.
یاده ارزونه د یوې ورځې په ترڅ کې ترسره شوه او په پای کې د دواړو لورو ترمنځ د علمي همغږۍ، دوامدارې همکارۍ او ګډو اصلاحاتي پروګرامونو پر اهمیت ټینګار وشو.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت
۱۴۰۴/۱۱/۲۹

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۲۹
Background image

د اداري عمومي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه.

د اداري عمومي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د ریاست مقام د غونډو په تالار کې د یاد پوهنتون اداري عمومي شورا نوبتي غونډه د پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی دوکتور. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۹:۴۶
Background image

اداري او خداماتي کارکوونکو ته د قرآنکریم ترجمه او تفسیر پیل شو.

اداري او خداماتي کارکوونکو ته د قرآنکریم ترجمه او تفسیر پیل شو.
د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون اداري او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۹:۲۲
Background image

د علمي چارو معاونیت، څېړنې او علمي مجلې معاونیتونو کلنۍ ارزونه ترسره شوه.

د علمي چارو معاونیت، څېړنې او علمي مجلې معاونیتونو کلنۍ ارزونه ترسره شوه.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو معاونیت، څېړنې او علمي مجلې معاونیتونو کلنۍ ارزونه د د لوړو زده کړو. . .

BACK TO NEWS