د عوت او ارشاد آمریت له لوري له اداري کارکوونکو څخه آموینه واخستل شو

aiiu_admin
Wed, Oct 22 2025 10:54 AM
Exam

د عوت او ارشاد آمریت له لوري له اداري کارکوونکو څخه آموینه واخستل شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون له ټولو اداري کارکوونکو څخه د " په اسلامي شریعت کې معاملات" تر عنوان لاندې تدریس شوې کتاب کې آزموینه واخستل شوه.
دغه کتاب چې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ټولو اداري کارکوونکو ته  تدریس شوی وه ترې د ارزونې په موخه آزموینه واخستل شوه چې۶۰ تنه اداري کارکوونکو ګډون کړی و، چې موخه یې د دوی د دیني پوهاوي ارزونه او د اسلامي اصولو له مخې د اداري خدمتونو د کیفیت لوړول وه.
د آزموینې د څارنې لپاره مولوي عبدالقیوم حقاني (د دعوت او ارشاد آمریت آمر)، مولوي محمد یوسف الخلیلي، مولوي محمد طیب حقاني او ښاغلی سید عبدالوهاب هاشمي ټاکل شوي وو.
د محصلانو چارو آمر ښاغلي سید عبدالوهاب هاشمي یاده آزموینه د کارکوونکو لپاره یو مثبت او ګټور ګام وباله او ویې ویل: دا ډول ازموینې د کارکوونکو دیني پوهه پیاوړې کوي.
هیره دې نه وي، چې دا د دعوت او ارشاد آمریت له لوري لومړنۍ ازموینه ده، او له دې نه وروسته به د دیني زده‌کړو بهیر دوام ولري.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Wed, Jun 17 2026 3:13 PM
Background image

A One-Day Seminar Held on Teaching Methods, Conducting Research, and Principles of Writing Academic Theses and Articles.

A One-Day Seminar Held on Teaching Methods, Conducting Research, and Principles of Writing Academic Theses and Articles.

At the initiative of the Coordination Office under the Student. . .

Tue, Jun 16 2026 11:50 AM
Background image

The Deputy Minister for Academic Affairs of the Ministry of Higher Education visited the Afghan International Islamic University.

The Deputy Minister for Academic Affairs of the Ministry of Higher Education visited the Afghan International Islamic University.
Sheikh al-Hadith Zia-ur-Rahman Madani, Deputy Minister. . .

BACK TO NEWS