اداري او خداماتي کارکوونکو ته د قرآنکریم ترجمه او تفسیر پیل شو.

aiiu_admin
Sun, Feb 22 2026 9:46 AM
aiiu

اداري او خداماتي کارکوونکو ته د قرآنکریم ترجمه او تفسیر پیل شو.
د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون اداري او خداماتي کارکوونکو لپاره د قرآنکریم د ترجمې او تفسیر درسونو لړۍ پیل شوه.
د ترجمعې او تفسیر دغه لړې د لوړو زده کړو وزارت اړوند د دعوت او ارشاد ریاست په هدایت د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون په مسجد شریف کې ترسره کېږي، چې د رمضان مبارک په میاشت کې به د سورة النساء، سورة النور او سورة الحزاب سورتونه د دعوت او ارشاد آمریت مبلغ مولوي محمد طیب حقاني له خوا ترجمه او تفسیر شي.
د یاد آمریت مسؤلینو څرګنده کړې، چې د دیني او اصلاحي فعالیتونو پیاوړتیا د دوی له اساسي موخو څخه ده. هغوی زیاتوي، چې اداره هڅه کوي د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو ترڅنګ، د هغوی دیني، اخلاقي او معنوي روزنې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي، څو د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ سالم او متعهد کاري چاپېریال رامنځته شي.
د قرآنکریم د ترجمې او تفسیر دغه درسي لړۍ به د روژې مبارکې میاشتې په اوږدو کې په منظم ډول هره ورځ د ماسپښین له لمانځه وروسته د یو ساعت لپاره ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده، چې په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون هم مهاله د قرآن کریم ختم د تراویح په لمانځه کې هم پیل شوی دی.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت
۱۴۰۴/۱۱/۳۰

Latest news

Tue, Jun 30 2026 9:21 AM
Background image

Seminar on the Interpretation of the Decrees of His Excellency the Amir al-Mu’minin (May Allah Protect Him) and Combating Narcotics Held

Seminar on the Interpretation of the Decrees of His Excellency the Amir al-Mu’minin (May Allah Protect Him) and Combating Narcotics Held
On Monday a one-day academic seminar titled. . .

Wed, Jun 17 2026 3:13 PM
Background image

A One-Day Seminar Held on Teaching Methods, Conducting Research, and Principles of Writing Academic Theses and Articles.

A One-Day Seminar Held on Teaching Methods, Conducting Research, and Principles of Writing Academic Theses and Articles.

At the initiative of the Coordination Office under the Student. . .

BACK TO NEWS