ستره علمي بریا او نړیوال ویاړ.

aiiu_admin
Wed, May 20 2026 2:49 PM
aiiu

ستره علمي بریا او نړیوال ویاړ.
په ډېرې خوښۍ او ویاړ سره تاسو ته خبر درکوو، چې Afghan International Journal of Science (AIJS)  اوس د نړۍ په معتبر او نړیوال " Open Access " ډیټابېس Directory of Open Access Journals (DOAJ)  کې په رسمي ډول " Index"  شو.
دا ستره لاسته راوړنه نه یوازې د ژورنال د علمي کیفیت، شفافیت او نړیوالو معیارونو د پوره کولو څرګندونه کوي، بلکې د افغانستان د علمي او څېړنیز پرمختګ لپاره یو تاریخي ګام هم بلل کېږي.
" DOAJ " ته د " AIJS" شاملېدلو سره د ژورنال علمي اعتبار نړیوال شو، د څېړونکو مقالې به نړیوال لاسرسی او زیات " Citation" ترلاسه کړي، افغان څېړنې به نړیوالو علمي ټولنو ته ورسېږي او په دې سره دا څرګندیږي، چې ژورنال د " Open Access Publishing" نړیوال معیارونه پوره کړي دي.
په پای کې موږ د خپلو محترمو لیکوالانو، څېړونکو، اېډیټورانو، کره کتنونکو او ټولو ملاتړو څخه د زړه له کومې مننه کوو، چې د دې ستر بریالیتوب برخه شول.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت.

Latest news

Mon, Jul 20 2026 3:15 PM
Background image

A Scientific Seminar Held under the Title “Factors of Air Pollution and Its Solutions”

A Scientific Seminar Held under the Title “Factors of Air Pollution and Its Solutions”
A one-day scientific seminar titled “Factors of Air Pollution and Its Solutions” was conducted by. . .

Wed, Jul 01 2026 12:12 PM
Background image

A Scientific Seminar on Artificial Intelligence (AI) Was Conducted.

A Scientific Seminar on Artificial Intelligence (AI) Was Conducted.
In coordination with the Deputy Directorate of Student Affairs, Acting Dean of the Faculty of Computer Science, Dr.. . .

BACK TO NEWS