د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په اړه علمي سیمینار وړاندې شو. 

aiiu_admin
Wed, Jul 01 2026 12:12 PM
aiiu

د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په اړه علمي سیمینار وړاندې شو. 
د محصلانو چارو معاونیت په همغږۍ د کمپیوټر ساینس پوهنځي سرپرست رئیس دوکتور روحاني روښان د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په اړه یو علمي سیمینار وړاندې کړ چې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو محصلانو سبېره د مرکزي پوهنتونونو محصلانو ګډون کړی وه.
.دوکتور روښان د مصنوعي ځیرکتیا پر تاریخچه تفصیلي بحث وکړ او څرګنده یې کړه، چې د دې ټکنالوژۍ پیل د ۱۹۵۰م کلونو څخه شوی دی. نوموړي زیاته کړه، چې مصنوعي ځیرکتیا د زده کړې او کار کولو په برخه کې د انسان له طبیعي بهیر سره ورته والی لري، لکه څنګه چې یو ماشوم په کورنۍ کې د خپلو غړو څخه زده کړه کوي. هغه همدارنګه څرګنده کړه، چې مصنوعي ځیرکتیا یوازې د ټکنالوژۍ او کمپیوټر ساینس پورې محدوده نه ده، بلکې په بېلابېلو علمي او مسلکي برخو لکه طب، انجینرۍ، زراعت، ژورنالېزم، حقوقو او حتی په ورځنیو چارو کې هم په پراخه کچه ترې استفاده کېږي، چې د کارونو په اسانتیا او چټکتیا کې مهم رول لري. د سیمینار په دوام کې دوکتور روښان د مصنوعي ځیرکتیا د باور کچې په اړه هم خبرې وکړې. هغه د دې ټکنالوژۍ د ګټو تر څنګ د هغې ځینې نیمګړتیاوې هم یادې کړې او وویل چې ځینې وختونه مصنوعي ځیرکتیا داسې معلومات وړاندې کوي، چې حقیقت نه لري یا د اصلي ماخذونو سره سمون نه خوري. نوموړي ټینګار وکړ، چې که څه هم مصنوعي ځیرکتیا د کارونو د اسانتیا لپاره ډېره مهمه ده، خو په ځینو برخو کې باید ورباندې په احتیاط سره باور وشي. د یادونې وړ ده، چې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د مافوق لېسانس برنامو په کچه د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د ماسټرۍ نوې څانګه ایجاد کړې ده. تمه ده چې دغه څانګه به په راتلونکې کې د نوېو څېړنو، علمي نوښتونو او پرمختګونو په برخه کې مهم او چټک رول ولوبوي.
چهارشنبه ۱۰/۴/۱۴۰۵هـ.ش   ۱۵/۱/۱۴۴۸
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Mon, Jul 20 2026 3:15 PM
Background image

A Scientific Seminar Held under the Title “Factors of Air Pollution and Its Solutions”

A Scientific Seminar Held under the Title “Factors of Air Pollution and Its Solutions”
A one-day scientific seminar titled “Factors of Air Pollution and Its Solutions” was conducted by. . .

Wed, Jul 01 2026 12:12 PM
Background image

A Scientific Seminar on Artificial Intelligence (AI) Was Conducted.

A Scientific Seminar on Artificial Intelligence (AI) Was Conducted.
In coordination with the Deputy Directorate of Student Affairs, Acting Dean of the Faculty of Computer Science, Dr.. . .

BACK TO NEWS