افغان نړیوال اسلامي پوهنتون پیژندنه !
۱- د پوهنتون لنډه تاریخچه:
افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په افغانستان کې لومړنی نړیوال پوهنتون دی، چې د اسلامي امارت تر راتګ وروسته ایجاد شوی دی. لوړو زده کړو ته د اسلامي امارت د رهبرۍ او د لوړو زده کړو د مسئولینو د ځانګړې توجه په اساس اړینه وبلل شوه، چې په هېواد کې د معیاري کادرونو د روزلو په موخه د فوق لېسانس د زده کړو مرکزونه رامنځته او ورته ځانګړي توجه وشي. په همدې اساس د افغانستان اسلامي امارت د کابینې ۰۱/۰۹/۱۴۰۰ نیټې د ( ۱۱ ) ګڼه مصوبې د ( ۵ ) بند په اساس افغان نړیوال اسلامي پوهنتون (AIIU) Afghan International Islamic University تأسیس شو. د دې نړیوال علمي مرکز د تأسیس څخه یوازینې موخه په لوړ او معیاري کیفیت سره د ګران هېواد د علمي کادرونو او متخصصینو سالمه روزنه او تربیه ده کومه، چې د دیني او ملي ارزښتونو په رڼا کې ترسره کېږي. د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون رهبري په دې باوري ده، چې د خپل هېواد هر اړخیزه بساینه او استقرار یوازې په معیاري او باکیفیته زده کړو کې نغښتی دی. د لوړو زده کړو وزارت د همکاریو او د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د رهبرۍ د نه ستړې کېدونکو هڅو په ډېره کمه موده کې د یاد پوهنتون له لارې یو ښه معیاري علمي چاپیریال را منځته کړ، چې د خلکو پام یې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په لوري را جلب کړ. اوس مهال یاد پوهنتون د انجینري، زراعت، طب او شرعیاتو پوهنځیو په ( ۱۷ ) بېلا بېلو څانګو کې د ماسترۍ او دوکتورا برنامې پیل کړي چې، ټولنې ته علمي کادرونه او د مربوطه څانګو متخصصین وړاندې کوي.
۲- لرلید
د اسلامي اصالت، معاصرت او ملي ارزښتونو پر بنسټ د یو مخکښ نړیوال تحصیلي او څېړنیز مرکز په توګه پېژندل کېدل.
۳- رسالت
افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په راشده اداره، باکیفیته تحصیلاتو، څېړنو او نوښتونو د ټولنې د هر اړخیز پرمختګ لپاره کار کوي.
۴- موخې
- د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې علمي پرمختګ ته وده ورکول؛
- د هېواد او سېمې په کچه د علمي کادرونو، متخصصینو او مسلکي اشخاصو روزل؛
- هېوادوالو ته په کور دننه فوق لېسانس زده کړو زمینه برابرول؛
- د ټولنې له اړتیاوو سره سمې معیاري څېړنې ترسره کول او د هېواد په ملي قضایاوو کې فعاله ونډه اخیستل.
۵- ارزښتونه
- دین: د اسلامي اصولو په رڼا کې کار کول؛
- صداقت: په اخلاقي، صادقانه او عادلانه توګه عمل کول؛
- درناوی: اورېدل، اهمیت ورکول، زغمل او منل؛
- زړورتیا: رهبري کول، مسئولیت اخیستل او پوښتنه کول؛
- غوره والی: د غوره والي او ځانګړتیا لپاره هڅه کول؛
- اغېزه: ځواکمنول، فعالول او هڅه کول.
۶- مهمې لاسته راوړنې
افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د تأسیس د دریو څخه زیات کلونه کېږي، چې پدې کمه موده کې په څلور ګونه پوهنځیو (شرعیات، کرنې، انجنیري او طب) کې (۱۵) د فوق لېسانس څانګې فعال او ایجاد کړي دي. چې په لاندې ډول سره لیکل شوي دي
• فوق لېسانس برنامو د تحصيلي چارو د تنظیم او تکميل په موخه په پراخه کچه دعلمي کادرونه په دندو ګمارل. نوموړي علمي کادرونه نه یوازې د خپل هېواد لوړ رتبه او د وکتورا تحصيلي درجې لرونکي معتهد او مسلکي اشخاص دي بلکې د بهرنیو اسلامي هېوادونو لکه پاکستان، ايران، مصر او ترکيې څخه يې هم ورزیده او با استعداده پروفیسوران د تدریس، څېړنې او ظرفيت لوړونې په برخه کې په دندو ګمارلي دي.
افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د دولتي او خصوصي ادارو سره د محصلینو د علمي تحقیق په موخه هوکړه لیکونو لاسلیک کړي دي، چې په لاندې ډول سره ذکر شوي دي.
۷- د پوهنتون قانوني حیثیت
افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په افغانستان کې لومړنی نړیوال اسلامي پوهنتون دی چې د اسلامي امارت تر راتګ وروسته د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې ( امارتي پوهنتون په حیث) ایجاد شوی.
۸- د پوهنتون د رئیس لنډه معرفي
- نوم: پوهندوی دوکتور رفیع الله عطاء
- دنده: د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس
- تحصیل کچه: دوکتورا
- رتبه: پوهندوی
۹- د پوهنتون د سرپرست رئیس پیغام
حامدا و مصلیا اما بعد! قال الله سبحانه و تعالی ( يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ».
پوهنتونونونه او علمي بنسټونه د علم تولید، خپراوي او تحصیل بنسټیز مرکزونه دي، چې د همدې په واسطه د جهل شپه په رڼا بدلېږي او انساني ژوند او مدنیت پرمختګ کوي، ټولنې د کمال او هوساینې لوړ معیار ته رسېږي. په بل عبارت علمي مرکزونو په ټوله کې د ټولنې د پرمختګ، اصلاح او فلاح لپاره راڼه څراغونه او مشالونه دي. علمي مرکزونه او پوهنتونونه په خپله اډانه کې بېلا بېل اداري واحدونو لري، چې ټول یې د مشترکو موخو او لرلید ته د رسېدو په رسالت بوخت دي.
افغان نړیوال اسلامي پوهنتون هم د هېواد له مهمو تحصیلي بنسټونو څخه دی، چې د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې خپل علمي او تحقیقي چارې پر مخ وړي. له نېکه مرغه افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د افغانستان اسلامي امارت په را تګ سره د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ په وړاندیز د ریاست الوزراء د عالي مقام له لوري په ( ۱۴۴۳ ) هجري قمري کې، چې د ( ۱۴۰۰ ) هجري لمریز کال سره برابر دی، منظور شو. د هېواد تحصیلي او تحقیقي اړتیاوو ته په کتو افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د ماسټرۍ او د کتورا په څلور ګونو پوهنځیو کې اولس ( ۱۷ ) منظور شوې برنامې لري، چې پنځلس ( ۱۵ ) یې په عملي توګه فعالې او نورې به ډېر ژر فعالې شي. ان شاء الله تعالی
افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د هېواد په کچه لومړنۍ نړیوال پوهنتون دی، چې د فوق لېسانس ماسټرۍ او دوکتورا برنامو ته ځانګړی شوی دی. د پوهنتون بله ځانګړنه دا ده، چې دوکتورا په برخه کې ۵۰٪ محصلین د هېواد په امارتي او خصوصي پوهنتونونو کې د استادانو په توګه دنده ترسره کوي، او یو شمېر یې د پوهندوی او پوهنوال تر کچې علمي رتبې هم لري. د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون یو شمېر استادان په نړیواله کچه وتلي پروفیسوران دي، چې د سمیې او نورو اسلامي هېوادونو څخه په پوهنتون کې په نظري او عملي تدریس بوخت دي. پوهنتون د پروفیسورانو لپاره معیاري هستوګنځای لري، چې د هستوګنې هر راز اسانتیاوو څخه ( لکه څلور ویشت ساعته بریښنا، انټرنټ، سپورت ډګر، جیم او... ) برخمن دي.
افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت محترم مشرتابه د مستقیم هدایت لاندې کار کوي او اړتیاوو ته یې په وخت رسیږي او پرمختګ ته یې ژمن دی. پوهنتون د هېواد دننه علمي بنسټونو او پوهنتونونو سربیره د ځینو بهرنیو علمي مرکزونو سره هم تفاهم لیکونه لري تر څو د څیړنو او علم د تولید او انتقال په اړه مؤثر ګامونه پورته کړي. پوهنتون د خپلو څیړونکو د غوره روزنې په موخه وخت په وخت علمي، څېړنیز سمینیارونه، ورکشاپونه او نور پروګرامونه جوړوي.
لکه څرنګه چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه او د لوړو زده کړو وزارت د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون پر مسئوولینو باور کړی دی، موږ هم تل په دې هڅه او هاند کې یو، چې د افغانستان اسلامي نظام او ولس لپاره له نړیوالو علمي معیارونو سره سم داسې کادرونو وروزو، چې د سیمې او نړۍ په کچه مثالي خلک وي او د افغانستان سربېره د اسلامي امت د خدمت لپاره جوګه وي.