د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي د دوکتورا برنامو دوه تنو محصلینو له خپل تېزس څخه دفاع وکړه
د دفاع په جوړو شوو مراسمو کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون علمي معاون پوهندوی ډاکټر رفیع الله عطاء د غونډې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ویلو تر څنګ خوښي څرګنده کړه چې الحمدالله افغان نړیوال اسلامي پوهتتون نن د دوکتورا په برخه کې د تېزس کوربه دی او دا لړۍ به ان شاء الله دوام لري، ده همدارنګه د خپلو خبرو په جریان کې دواړو دفاع کوونکو ته مبارکې وویله او همدارنګه یې د تېزس د ښه ارایې کولو هېله څرګنده کړه.
وروسته په ترتیب سره د انجینرۍ پوهنځي رئیس او د سترکچر انجینرۍ دوکتورا برنامې محصل پوهنیار عبدالحی کیوان او پوهنمل سید جاوید عظیمي له خپلو تېزسونو څخه دفاع وکړه چې د هجوري هئیت له لوري چې غړي یې پوهاند امان الله فقیري، احمد او وومثبت ارزیابي شو.
غونډه کې چې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون علمي معاون پوهندوی ډاکټر رفیع الله عطاء، د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی محمد ولي سالاري، د نړیوالو اړېکو مرستیال مولوي احمدالله احمدزی، استادانو او استادانو حضور درلود، د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.
نېټه : دوشنبه
۱۴۰۲/۱۲/۲۸ هـ ش ـــ ۱۴۴۵/۰۹/۸ هـ ق