د مروري مقالو د چمتو کولو، څرنګوالي او نړیوال ژورنالونو  کې د خپرولو تر عنوان لاندې ورکشاپ ترسره شو.

aiiu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۳:۴۱
aiiu

د مروري مقالو د چمتو کولو، څرنګوالي او نړیوال ژورنالونو  کې د خپرولو تر عنوان لاندې ورکشاپ ترسره شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون محصلانو چارو معاونیت له لوري د غونډو په عمومي تالار کې د مروري مقالو د چمتو کولو، څرنګوالي او نړیوال ژورنالونو کې د خپرولو تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ تر سره شو. په ورکشاپ کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د محصلینو په شمول د یو شمیر مرکزي او ولایتي پوهنتونونو محصلینو ګډون درلود.
ورکشاپ د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د انجنیري پوهنځي استاد دوکتور عارف نعیم زاد له خوا وړاندې شو، چې پکې  د ژورنال پیژندنه، د ژورنال اهمیت، د نړیوالو او ملي ژورنالونو مقایسه، په نړیوالو ژونالونو د مقالو خپرولو اصول، معیار او اهمیت اړوند موضوعات وړاندې کړه، او همدارنګه د ګډونوالو محصلانو ښه فهم په موخه یې په نړیوال ژورنالونو کې د نشرې شویو معتبرو مقالو نمونې هم شریکې شوې، او ترڅنګ یو شمیر معتبر نړیوال ژورنالونه هم ور وپیژندل شول.  
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اداره تل هڅه کوي، چې خپل محصلین په علمي او څېړنیز ډګر کې په اغېزمنه توګه وروزي او هغوی ته هغه علمي، څېړنیز او تدریسي امکانات برابر کړي، چې د معیاري زده‌کړو او نړیوالو علمي معیارونو د پلي کېدو لپاره اړین دي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت
۱۹/۱۱/۱۴۰۴

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۳:۴۱
Background image

د مروري مقالو د چمتو کولو، څرنګوالي او نړیوال ژورنالونو  کې د خپرولو تر عنوان لاندې ورکشاپ ترسره شو.

د مروري مقالو د چمتو کولو، څرنګوالي او نړیوال ژورنالونو  کې د خپرولو تر عنوان لاندې ورکشاپ ترسره شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون محصلانو چارو معاونیت له لوري د غونډو په عمومي تالار کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۹:۱۳
Background image

درې ورځنى دینې او اصلاحی سیمینار ترسره شو.

درې ورځنى دینې او اصلاحی سیمینار ترسره شو.
نن پنج ‌شنبه چې د روان ۱۴٠۴هـ.ش کال د دلوې میاشتې له ۱۶ نیټې سره سمون خوري، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون استادانو او کارمندانو لپاره درې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۳:۵۵
Background image

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې درې ورځنی دیني او اصلاحي سیمینار پیل شو.

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې درې ورځنی دیني او اصلاحي سیمینار پیل شو.
نن سه شنبه د روان کال دلوې میاشتې له ۱۴مي نېټې سره برابره ده، په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې د درې ورځني. . .

BACK TO NEWS