د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او بلخ پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ تفاهم‌لیک تر سره شو.

aiiu_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۵:۳۱
aiiu

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او بلخ پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ تفاهم‌لیک تر سره شو.
نن پنجشنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او بلخ پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ د پراختیا په موخه یو تفاهم‌لیک لاسلیک شو.
دغه تفاهم‌لیک په یوه رسمي ناسته کې د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل محب الله هدایت او ورسره مل پلاوي او د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو مرستیال دوکتور عبدالواحد لیاقت تر منځ لاسلیک شو.
د غونډې په پیل کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو مرستیال، دوکتور عبدالواحد لیاقت، میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د دواړو پوهنتونونو ترمنځ یې د اغېزمنې علمي همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ. نوموړي هېله څرګنده کړه چې دغه تفاهم‌لیک به د علمي اړیکو د پیاوړتیا او ګډو فعالیتونو د پراختیا لامل شي.
بل لور ته، د بلخ پوهنتون د علمي چارو مرستیال هم د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د ښو اړیکو د پراختیا او دوامداره همکارۍ ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون له دې وړاندې هم له یو شمېر دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره د علمي همکاریو په موخه ورته تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړي، څو علمي فعالیتونه په منظم او اغېزمن ډول پر مخ یوسي.
پنجشنبه: ۶/۱/۱۴۰۵ ــــــ ۸/۱۰/۱۴۴۷
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د درسونو وړاندې کولو څرنګوالی، د څېړنو ترسره کول او د علمي رسالو او مقالو لیکلو اصولو تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار ترسره شو.

د درسونو وړاندې کولو څرنګوالی، د څېړنو ترسره کول او د علمي رسالو او مقالو لیکلو اصولو تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار ترسره شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون محصلانو چارو معاوینت اړوند. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۵۶
Background image

د عالیـ.ـقدر امـ.ـیرالمـ.ـؤمنـ.ـین حفـ.ـظه الله تعالی ورعاه د فرامینو تشریح او د معیارونو رول په توسعه کې تر عنوانونو لاندې سیمینار ترسره شو.

د عالیـ.ـقدر امـ.ـیرالمـ.ـؤمنـ.ـین حفـ.ـظه الله تعالی ورعاه د فرامینو تشریح او د معیارونو رول په توسعه کې تر عنوانونو لاندې سیمینار ترسره شو.
نن دوشنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۵۰
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون څخه لیدنه تر سره کړه.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون څخه لیدنه تر سره کړه.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ الحدیث ضیاءالرحمن مدني له مل پلاوي سره یوځای د افغان نړیوال اسلامي. . .

BACK TO NEWS