د ستراتیژیک پلان عمومي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه.

aiiu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۱۰
aiiu

د ستراتیژیک پلان عمومي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د ستراتیژیک پلان عمومي کمېټې نوبتي غونډه د علمي چارو مرستیال پوهنوال دوکتور عبدالواحد لیاقت په مشري ترسره شوه، چې پکې د څېړنو او علمي مجلې او د نړیوالو اړیکو مرستیالانو په ګډون د کمېټې غړو شتون درلود.
غونډه د علمي چارو مرستیال پوهنوال دوکتور عبدالواحد لیاقت د پرانېستونکې وینا په وړاندې کولو سره پیل شوه. نوموړي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ستراتیژیک پلان د اهمیت ارزښت په اړه خبرې وکړې او د ترسره شوو فعالیتونو راپور پکې وړاندې شو. 
د غونډې په جریان کې د ستراتیژیک پلان اړوند د پنځه کلن عملیاتي پلان، د ستراتیژیک پلان د تطبیق او څارنې، ستراتیژیک پلان د تکثیر، د ستراتیژیک پلان په نظارت او د پوهنځیو ستراتیژیک پلانونو اړوند په ورته مهمو موضوعاتو بحث ترسره شو. 
د غونډې په پای کې د علمي چارو مرستیال پوهنوال دوکتور عبدالواحد لیاقت زیاته کړه، چې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون به د یو منظم ستراتیژیک پلان له مخې خپل علمي او اداري فعالیتونه پر مخ وړي او د پوهنتون راتلونکي پرمختګونه به هم د همدې ستراتیژیک پلان پر بنسټ تنظیمېږي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۱۰
Background image

د ستراتیژیک پلان عمومي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه.

د ستراتیژیک پلان عمومي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د ستراتیژیک پلان عمومي کمېټې نوبتي غونډه د علمي چارو مرستیال پوهنوال دوکتور عبدالواحد لیاقت په مشري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۹:۳۷
Background image

د کیفیت لوړونې عمومي کمېټې غونډه تر سره شوه.

د کیفیت لوړونې عمومي کمېټې غونډه تر سره شوه.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د کیفیت لوړونې عمومي کمېټې غونډه د علمي چارو مرستیال پوهنوال دوکتور عبدالواحد لیاقت په مشري ترسره شوه، چې پکې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه.

د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د پوهنتون سرپرست رئیس دوکتور رفیع الله عطاء په مشري تر سره شوه، چې پکې د پوهنتون د معاونیتونو. . .

BACK TO NEWS