د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ریاست

طـب پوهـنځی

 سریزه :

څرنګه چې تيرو څه د پاسه څلورو لسيزو اشغالونو او ناخوالو د افغانستان د مؤمن ولس د ژوند په ټولو اړخونو پراخه منفي اغيزه کړې او د دې هيواد  ټولو معنوي، علمي او ټولګتو بنسټونو ته یې درانه زیانونه اړولي دي چې د طبابت او روغتیا برخه هم د پام وړ وروسته پاتې ده. ځکه چې طبابت د ساينس هغه برخه ده چې ورځ تر بلې بدلون مومي او نوي لاس ته راوړنې لري چې په ځينو حالاتو کې پرمختګ  او بيا په ځينو حالاتو کې د تيرو لاسته راوړنو پرخلاف وي.

له بده مرغه په افغانستان کې په طبي برخه کې زده کړې لومړنۍ اساسي اړتيا اوو لومړنۍ پوهنتوني سابقه لري. چې نږدې يوه پيړۍ ته نږدې کيږي. خو بيا هم نوموړي علمي کادرونه څلور لسيزې د مخه د روسي ښکيلاکګرو له لوري په بې رحمانه ډول شهيدان او یا هم نورو بهرنیوهيوادونو ته د سر ژغورلو په موخه مهاجر او د څوارلسمې پيړۍ له چټکو ټېکنالوژيکو، ساینسي او طبي پرمختګونو ناخبره او لېرې پاتې شول. او يوه ډله نورو يې په بهرنيو هيوادونو کې له هيواد او خپلو خلکو ليرې خپل عمر د نورو په خدمت کې تير کړ. په دې وروستيو دوه لسيزو کې امريکايي ښکيلاک هم د چور او چپاول ميدان ګرم ساتلی وو او خپلې موخې يې تعقيبولې، د ا هم د افغان مومنو ځوانانو د رهبري يو هوډ وو چې د داخلي او خارجي مهاجرتونو سره سره د ښکيلاکګرو د مقابلې تر څنګ د علمي ډګرونو فعال ساتلو په واسطه توانيدلي چې په هره برخه کې د نړۍ سره د سيالۍ لپاره ځانونه تيآروي..

دا چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په راتګ سره یو ځل بیا  ټولو هېوادوالو د آرام ژوند نوې ساه واخيسته نو پکار ده چې د هېواد په هر سکتور کې د هيوادوالو د ژوند د هوساينې او پرمختګ لاره  په بشپړه ايماندارۍ او صداقت سره پیل کړو او د افغاني ټولنې پر خپل ځان د بسیا کېدو په موخه فعال رول ولوبوو. د نړيوالې غير انتفاعي روغتيايي ټولنې او د لوړو زده کړو وزارت د رهبري په مرسته د افغاني ټولنې د روغتيايي هوساينې په موخه يوه نوې اساسي پرمختیايي ستراتېژي د اسلامي اصولو په رڼا کې جوړه او پلې کړو، تر څو د ګران هيواد مومنو ځوانانو ته لوړې مسلکي زده ‌کړې باکیفیته او د نړيوالو سره سم معیاري خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره شي. 

د هيواد په سطحه زيات پوهنتونونه د طب په مختلفو برخو کې فارغين ورکوي. اما د ماسترۍ او پي ايچ ډي لوړو زده کړو لپاره تر نن وړاندې هيڅ کار نه دی شوی، همدا لامل دی چې زمونږ کوچنيان، ميندې او خويندې او سپين ږيري د بشپړې روغتيا په اميد د همسايه هيوادونو په سرحدونو کې په قطارونو کې د انتظار له لاسه خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي او يا دا چې د ګذافو مصارفو له پرې کولو سره سره هم روغتونونو ته تر رسيدو وروسته بيا هم ژوند له لاسه ورکوي. د همدې ستونزې د مخنيوي او همواري په موخه د افغانستان د اسلامي امارت د وزيرانو د شوری د محترمو غړو په وړانديز او د اميرالمؤمنين ملا هبت الله اخوندزاده حفظه الله د فرمان پر اساس د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د فوق لسانس برنامو د تطبيق لپاره افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ځانګړی کړ چې د طب په برحه کې به لاندې موخې تعقيب او زمونږ کړيدلی او زوريدلی ملت به د پردو له بې رحمانه کړنو څخه وژغوري.

د لوړو زده کړو وزارت له لوري افغان نړيوال اسلامي پوهنتون کې د طب پوهنځي د فوق لسانس برنامې د لوړو زده کړو وزارت اړوند پوهنتونونو څخه د يو کم شمير با تجربه کادري لوړ رتبه استادانو خدمتي کول د نوموړو برنامو لومړی پيل شوني کوي. چې د لوړو زده کړو د مشرتابه په ځانګړې توجه او فوق العاده کړنو پورې منحصر دی.

په داسې حال کې چې په طبي علومو کې له نظري زده‌ کړې سره عملي زده‌ کړه ډېره اړینه ده او د یوه سالم او متخصص کادر روزلو لپاره یې زیاته اړتیا احساسیږي. نو له همدې امله د يوه داسې تخصصي مرکز د فعالولو په موخه د کادرونو روزل چې په نويوعصري تشخيصيه وسايلو سمبال وي او علمي کادرونه يې هم په خپل هيواد کې د پرديو د کلتور او عقايدو د اغيزو پرته داسې وروزل شي، چې د نورو هيوادونو د لاس څخه د دې غريب او مومن اولس ګريوان د تل لپاره خلاص کړي او بيا مو هيڅ هیوادوال د تشخيص او درملنې په موخه هيڅ بهرني هيواد ته سر ورښکاره نه کړي. زمونږ اصلي موخه ده.

۱ـ ليدلوری:

د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون په چوکاټ کې د طب پوهنځی د مايکروبيولوژي، طبي تکنالوژي، نرسنګ ماستري او د صحت عامې دکتورا برنامې د زده کړو او تحقيق  پر بنياد د مسلکي متخصصينو سره د ناروغيو په تشخيص کې پر ځان بسيا کيدو مرسته ده او د روغتيا په برخه کې د ټولنيز او نړيوال باور لاسته راوړل دي.

۲ـ ماموریت

د طب پوهنځي د څیړنې پراخولو باندې باور لری چې د طبي لابراتوار ټیکنالوژۍ (MLT) او Microbiology څیړنو کي د نوښتInnovative  له لارې متحرک چاپیریال چمتو کوي.

 

۳ـ د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون  طب پوهنځي ځانګړتياوي

۱- مناسب چاپيریال

۲ـ د طب پوهنځۍ د دغه ډول تشخيصيه لابراتوار لپاره ودانۍ او ښه آرام او پراخه چاپيريال په واک کې لري، د وسعت او اړتیا په وخت کې پوهنتون نورې ودانې هم د لابراتوار په واک کې ورکوي.

۴ـ موخې

په طبي برخه کې د ځوانو متخصصو کادرونو روزنه

د افغان نړيوال  پوهنتون پوهنخي غواړي چې د طب بشري قوت متخصص کړي او د طب په مختلفو څانګو کې به داسې طبيبان وروزي چې زمونږ کړيدلی او زوريدلی ملت به په خپل کور کې د ننه تشخيص زميڼه برابره کړي. دغه لابراتوار کې چې د يو روغتون حيثيت به لري، د پرمختللې طبي تېکنالوژۍ  پر مټ به مسلکي او متخصص کادر هم روزي.

د هېواد او سیمې په کچه د را منځ ته شویو طبي ستونزو په اړه علمي څېړنې ترسره کول

څرنګه چې دا حقیقت ټولو ته په ښه ډول څرګند دی چې پوهنتونه د علم او پوهې د خورولو تر څنګ  څېړنیز مرکزونه هم دي. په یادو مرکزونو کې د را پیدا شوو ستونزو په اړه تحقیقات هم ترسره کیږي. ، تر څو د افغاني ټولنې د طبي ستونزو په حلولو کې لازمه مرسته وکړي.

په طبي برخه کې خود کفا کېدل

که چېرې ياد لابراتوار د مجهزو او عصري طبي تجهیزاتو په لرلو سره فعال شي، نو لېرې نه ده  هي،اد به مو د طب په برخه کې د  ځان بساينې مقام ته ورسيږي.

 

ـ د طب پوهنځي لومړیتوبونه

الف ـ زده کړه

د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون  د فوق لسانس برنامو طب پوهنخي د زده کوونکو د مهارتونو د بډایه کولو لپاره د نوښت Innovative زده کړې پروګرامونه پراخول

د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون  د فوق لسانس برنامو طب پوهنخي د یو پرمختللي څیړنیز مرکز( Research Centre ) په توګه وده کولو لپاره د مسلکي زده کړو چاپيریال را منځته کول.

ب ـ څیړنه

زموږ په اوسني ځواک کې د څيړنې د ميتود رامینځته کول او د راپورته کیدونکي (Emerging) څیړنې لومړیتوبونو او د Biomedical تجهیزاتو تاسیساتو ته لا ښه وده ورکول

د نورو محلي او نړیوالو څیړنیزو پوهنتونو سره د څیړنې د همکارۍ چاپیریال ته وده ورکول ترڅو اغیزمن (Impactful) او متنوع  (Diverse) شراکتونه (Partnerships) ډاډ من کړي.

۶ـ  کړنلاره

د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون  طب پوهنځی غواړي چې  په هيواد د ننه د طبي تشخيص او درملنې په برخه کي يو داسې اساسي، خپلواک او پر ځان بسيا، عام المنفعه او عایداتي لابراتوار جوړ کړي چي خپلی اړتیاوي د خپلو داخلي سرچینو څخه پوره کوي. او د هيواد په سطحه عښتلي علمي کادرونه پکې په کار او دنده مشغول وي، تر څوهيڅ ناروغ  هيوادوال مو بل هيواد ته د تشحيص او تداوي اړ نشي او سرمایه مو هم خوندي او خارج ته د انتقال او بې  ځايه مصرف مخه يې نيول شوي وي.

۷- د عوایدو د لاسته راوړلو وړتیا

په نوموړي لابراتوار کې شته وسايل به  د افغانستان او سیمې په کچه بې ساري وي، کولی شو چې د ټول افغانستان وګړو، موسساتو، ساختماني او استخراجي کمپنيو او په افغانستان کې د بهرنيو سفارتونو او انجئو ګانو کارکوونکو ته باکیفیته او پر وخت د تشخيصيه طبي خدماتو وړاندې کولو له لارې کافي اندازه عواید لاس ته راوړو. چې د ټولنې په اقتصادي سپما او پرمختګ کې به  بارزه ونډه ولري.

له بل لوري د نوموړي لابراتوار په فعالولو سره به د  افغان نړيوال اسلامي پوهنتون  طب پوهنځی و کولی شي چې د هيواد په سطحه د لومړي ځل لباره په نرسنګ، Microbiology او طبي لابراتوار ټیکنالوژۍ (MLT) کې د ماسټرۍ دوه برنامي چمتو کړي. د طب پوهنځي استادان اراده لري چې د Cancer Biology، Computational Biology، ویروس او باکتر پوهنې تر څنګ  د Human molecular Genetics په برخو کې د لوړ کیفیت، همکارۍ (د داخلي و بهرني اړخو سره) څیړنې ترسره کړي. چې دا چاره  د ماسترۍ، دوکتورا او پوسټ دوکتورا برنامو د زده کړو په واسطه تر سره کيدای شي. همدارنګه په پام کې لري چې نږدې راتلونکې کې د کلينيکي طبي تشخيصيه برنامو لپاره هم هڅي روانې دي. تر څو د هيواد ټول روغتونونه  لوړ طبي کادرونه ولري.

په افغان نړيوال اسلامي پوهنتون  کې دغوره ذهنونو او منابعو په یوځای کولو سره به د طب نوی جوړ شوی پوهنځی د زده کړې او کلینیکي تمریناتو په برخه کې د همکارۍ او څیړنې يو لوی مرکز وي، ترڅو د افغان ټولنې اړتیاوو ته د څیړنې او تحقیق له لارې د عصري روغتیا پاملرنې ستونزې ورحل کړي. دا به د افغانستان د اسلامي امارت د يوه ابتکار يه نوم په تاريخ کې د تل لپاره ثبت او راتلونکو نسلونو ته وياړ او خدمت وي.