د محصلانو چارو معاونیت
لرليد
محصلانو چارو معاونیت به محصلینو ته په تحصيلي څانګو کې پر نړيوالو معیارونو برابر اکاډمیک چاپېریال د خدماتو او اسانتياوو وړاندې کوونکی وي.
مأموریت
محصلانو چارو معاونیت مختلفو تحصيلي ځانګو کې پر نړيوالو معيارونو برابر د مسلکي او ژمنو کادرونو د روزنې په موخه د ښه تحصیلی اکادمیک چاپیریال د رامنځته کولو لپاره فعالیت کوي.
موخې
- د اسلامي او ملي ارزښتونو ترویج او ساتنه
- د اکاډميکې سپېڅلتیا ساتنه
- په ملي او نړيواله کچه د محصلینو جذب
- ملي او نړيوالو معیارونو سره سم د محصلینو روزنه
خدمتونه
د محصلانو لپاره د هستوګنې او لیلېې خدمتونه
افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د خارجي محصلانو د هستوګنې لپاره د ژوندانه د اړتیاوو سره برابره لیلیه لري. د دې ترڅنګ افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د محصلانو د ژوند د اړتیاوو لپاره کفتریا او کانتین هم لري.
روغتیایي خدمتونه
افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د محصلانو د روغتیا په موخه یو باب صحي کلنیک لري چې محصلانو ته د روغتیا په برخه کې خدمتونه وړاندې کوي. د محصلانو د رواني ستونزو د حل په موخه د محصلانو چارو معاونیت تر چتر لاندې د رواني مشاورې مرکز هم فعالیت کوي. همدارنګه د طب پوهنځي لپاره یو تدریسي روغتون هم جوړېږي چې تقریباً ۸۰٪ چارې یې بشپړې شوي دي.
تفریحي او ورزشي خدمتونه
پوهنتون د فوټبال، والیبال، کرکټ، جمنازیوم او یو مجهز جیم (ورزشي کلب) لري. د پوهنتون د پوهنځیو ټیمونو ترمنځ سیالۍ ترسره کېږي او منتخب ټیمونه د نورو پوهنتونونو پر وړاندې هم لوبې کوي.
د محصلانو نظریات، شکایتونه او وړاندیزونه
په پوهنتون کې د اکاډميک نظم رعایت او د اکاډمیکو کړنو او صفاتو ساتنه یو اساسي شرط دی. د همدې لپاره د نظم او ډسپلین عمومي کمیټه ایجاد شوې ترڅو د محصلانو وړاندیزونه او شکایتونه ثبت او حل کړي.
- لومړی د ټولګي له نماینده سره شریکه شي.
- وروسته د ټولګي لارښود استاد ته وړاندې شي.
- که حل نه شو، د شکایتونو صندوق ته په لیکلې بڼه واچول شي.
- په دوهمه مرحله کې د څانګې آمر او په درېیمه کې د پوهنځي رئیس ته وړاندې کېږي.
- که حل نه شو، د پوهنتون د نظم او ډسپلین عمومي کمیټې او د محصلانو چارو معاونیت ته وړاندې کېږي.
د محصلانو ټولنې او پروګرامونه
د رضاکارانو محصلانو ټولنه
دا ټولنه د خواخوږۍ، همدردۍ او ټولنیز مسؤولیت روحیه پیاوړې کوي. د حفظ الصحې، عامه پوهاوي، ټولنیزو خدمتونو، د نیالګیو کښېنول، د وینې ورکولو پروګرامونه او نور فعالیتونه ترسره کوي.
روزنیز پروګرامونه
پوهنتون د ظرفیت لوړونې په برخه کې علمي ورکشاپونه، سیمینارونه او علمي سفرونه برابروي.
د مسلکي زده کړو برخه
محصلین د عملي زده کړو لپاره بېلابېلو دولتي او شخصي ادارو ته معرفي کېږي تر څو خپل مسلکي مهارتونه لوړ کړي.
د فعالو او غیر فعالو برنامو لیست
شماره | پوهنځی | خانه | پروګرام | فعال | غیر فعال |
---|---|---|---|---|---|
1 | شرعیات | فقه او قانون | ماستری | ✔ | |
قضاء او شرعي سیاست | ماستری | ✔ | |||
اسلامي بانکداري او اقتصاد | ماستری | ✔ | |||
فقه او قانون | دوکتورا | ✔ | |||
قضاء او شرعي سیاست | دوکتورا | ✔ | |||
اسلامي بانکداري او اقتصاد | دوکتورا | ✔ | |||
2 | طب | طبي تکنالوژي | ماستری | ✔ | |
طبي مايکروبيولوژي | ماستری | ✔ | |||
نرسنګ | ماستری | ✘ | |||
صحت عامه | دوکتورا | ✔ | |||
3 | زراعت | کرنیز اقتصاد او کلیو پراختیا | ماستری | ✔ | |
تغذیه او تولید حیواني | ماستری | ✔ | |||
اګرونومي | دوکتورا | ✔ | |||
4 | انجنيري | صنعي | ماستری | ✔ | |
د کانونو او رسنیو انجنيري او مدیریت | ماستری | ✔ | |||
استرکچر | دوکتورا | ✔ |