د مالي او اداری چارو معاونیت
د مالي او اداري معاونیت
د مالي او اداري چارو معاونیت چې د معاونیتونو په کتار کې یو مهم او کلیدي معاونیت دی، چې په خپله آډانه کې (۵) پنځه آمریتونه، (۹) نهه عمومي مدیریتونه او په تعداد د (۹) نهه پنځم بستونه لري چې په توسط یې د پوهنتون اړوند اداري، مالي او ټول پر مختیایي/انکشافي کارونه مخته وړي.
الف: د بشري سرچینو آمریت
- د ګمارنې او اداري پراختیا عمومي مدیریت
- د کړنو د ارزونې، سوانحو او حاضرۍ عمومي مدیریت
ب: د مالي او حسابي آمریت
- د معاشاتو او حواله جاتو عمومي مدیریت
- د عوایدو د راټولو عمومي مدیریت
- د بودجې او تخصیص دارۍ عمومي مدیریت
ج: د تهیه، تدارکاتو او خدماتو آمریت
- د خدماتو مدیریت
- ترانسپورت مدیریت
- د تدارکاتو مدیریت
- د ساتنې او پالنې مدیریت
- د اجناسو مدیریت
د: د نشراتو او عامه اړیکو آمریت
- د ډیزاین مدیریت
- د خبریالۍ مدیریت
- د نشراتو عمومي مدیریت
ه: د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت
- د سخت افزار مدیریت
- د نرم افزار مدیریت
- د ویب سایټ عمومي مدیریت
لرلید
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون مالي او اداري معاونیت اراده لري چې په تشکیلاتي، تدارکاتي، تکنالوژیکې او مالي برخو کې د عصري او پرمختلليو مېتودونو په تطبیق سره د نړيوالو معیارونو مطابق خدمات وړاندې کړي.
ماموریت
مالي او اداري معاونیت د خپلو شته امکاناتو څخه په استفادې د تشکیلاتي، انکشافي، تدارکاتي، مالي او معلوماتي تکنالوژۍ برخه کې د پوهنتون د ټولو علمي، تحقیقاتی، نړیوالو اړیکو کې خدمات تهیه کوي.
موخې
- د پوهنتون لپاره د عادې او انکشافي بودیجې په ښه شکل سره مدیریت کول.
- د اړونده اداري بستونو لپاره د ګمارنې په پروسه کې شفافیت رامنځته کولو لپاره د وړ اشخاصو استخدام.
- د کارمندانو لپاره د ارتقای ظرفیت په موخه سیمنارونه، ورکشاپونه او نورې ادارې برنامې چمتو کول.
- د پوهنتون اړوند ټول نشراتي او فرهنګي فعالیتونه له رهبرۍ او هم د مختلفو رسنیو له لارې ملت ته رسول.
- د پوهنتون لپاره د ترمیماتي وسایطو، د ترانسپورټ، معلوماتي تکنالوژۍ، او د ساتنې او پالنې په برخه کې خدمات وړاندې کول.
- د پوهنتون د ټولو کادري اعضاؤ او اداري پرسونل لپاره د معاشاتو، حق الزحمو، سفریو او اضافه کاریو پر خپل وخت برابرول.
- د پوهنتون اړوند عواید له مالي اصولو سره سم د دولت خزانې ته سپارل.
- د آبادۍ او بیا رغونې چارې د وخت له غوښتنو سره سم سرته رسول.
- د نقلیه او غیر نقلیه وسایطو څخه ساتنه او پالنه کول.
- ټولو معاونیتونو او د پوهنځیو ریاستونو سره اداري او ټولنیزې اړیکې پالل.