د انجنیري پوهنځي پیژندنه
د انجنیري پوهنځي پیژندنه
انجنیري په ټوله نړۍ خصوصاً په افغانستان کې د ساینس او طبیعي علومو یوه مهمه او ارزښتناکه برخه ده، ځکه چې په افغانستان کې د تیرو څو لسیزو ناخوالو، طبیعي پیښو او جګړو له امله یو زیات شمېر زیربنایي ودانۍ او ساختمانونه لکه پلونه، سرکونه، کانالونه، د اوبو بندونه، او نور ساختمانونه یا تخریب شوي او یا هم شتون نلري چې د دې ودانولو او جوړولو لپاره د انجنیري پوهنځی حیاتي ارزښت لري.
دا چې ټول ملي او شخصي پوهنتونونه او موسسې یوازې د لیسانس تر کچې کادرونه روزي، نو اړینه وبلل شوه چې په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې د انجنیري پوهنځی د ماستري او دوکتورا په کچه د کادرونو د روزلو لپاره د دریو څانګو (استرکچر انجنیري، صنعتي انجنیري او جیولوجي او معدن) په منظورۍ سره تاسیس شي، ترڅو راتلونکو علمي غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.
د انجنیري پوهنځی چې په ملي او بین المللي کچه به د لوړې سویې لرونکو باتجربه استادانو، کارمندانو، محصلمحوره او د مارکیټ مطابق تحصیلي نصاب، مجهزو لابراتوارونو، تجربوي ساحو، څېړنیزو اسانتیاوو، نشراتي اسانتیاوو او نورو سمبال وي، تر څو ژمن، متعهد او باتجربه کادرونه چې د اوسنۍ عصري نړۍ څو اړخیزو غوښتنو ته مسلکي ځواب ویونکي وي ټولنې ته وړاندې کړي او په مسلکي برخه کې د هېواد د اقتصادي پرمختګ باعث وګرځي.
لرلید
د لوړو اخلاقو لرونکو، وړ، مسلکي او تخلیقي نظریاتو لرونکو کادرونو روزل، ترڅو څېړنیزو، مسلکي، اقتصادي او ټکنالوژیکي بدلونونو ته ځواب ویونکي او لوړ رهبري ځانګړتیاوې ولري، چې له کبله یې د هېواد اقتصادي ثبات کې مهمه ونډه واخلي.
ماموریت
د سیستماتیک تحصیلي، تدریسي او څېړنیز چاپیریال پالل د غوره انجنیري زده کړو لپاره، ترڅو د پیاوړي مسلکي پوهې سره سره د بشپړ تخصصي مهارتونو لرونکي انجنیران عصري نړۍ ته وړاندې شي.
موخې
- د تخلیقي، نوښتګرو او مثبت ذهنیت سره د غوره فارغانو تولید کول؛
- د انجنیري معلوماتو په برخه کې د یو معتبر ارګان په توګه رول لوبول او په ملي انجنیري قوانینو، مقرراتو او کودونو جوړولو کې مهم رول لوبول؛
- د محصلمحوره پالیسي او د پایلو په اساس د زده کړو تولید کول.