د زراعت پوهنځي پیژندنه

پیژندنه

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په چوکاټ کې د زراعت پوهنځی د هیواد د کرنیز سکتور ارزښت ته په کتو سره د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې د پریکړې په اساس په ۱۴۰۰ ه ش کال کې تأسیس شوی ده. دغه پوهنځی یوازې د فوق لېسانس (ماستري او دوکتورا) په سویه فعالیت کوي او فعلا څلور تحصیلي برنامې مخته وړي. د یادولو وړ ده چې اوس مهال د “کرنیز اقتصاد او کلیو پراختیا” او “حیواني تغذیې او تولید” دیپارتمنتونو کې د ماستري برنامې فعاله دي او همدارنګه د “اګرانومي” او “هارټیکلچر” دیپارتمنتونو کې د دکتورا برنامې مخته وړي.

لړليد

د زراعت پوهنځی غواړي چې د یو معتبر علمي او تحقیقاتي مرکز په حیث د زراعت په برخه کې مسلکي پوهه او وړتیاوې رامنځته او د ټولنې د اقتصادي پرمختګ لپاره په مؤثریت سره کار وکړي.

مأموریت

د زراعت پوهنځی د کرنیز سکتور په برخه کې د ټولنې اړتیاوو ته په کتو سره، د درسي، تحقیقي او ترویجي خدمتونو له لارې د متخصصو او مسلکي کادرونو د روزنې لپاره فعالیت کوي.

موخې

عمومي موخه

ټولنې ته د زراعت په برخه کې د پوهو او نوښتګرو متخصصینو وړاندې کول، چې د کاري فرصتونو د ایجاد او ټولنې ته د خدمت کولو په روحیه سره سنبال وي.

اختصاصي موخې

  • د زراعت په برخه کې د معیاري تحصیلي خدمتونو له لارې ټولنې ته د مسلکي او متخصصو کسانو وړاندې کول.
  • د علمي څیړنو له لارې په زراعتي سکتور کې د ستونزو درک کول او ورته د مناسبو حل لارو موندل.
  • د علمي او څړنیزو چارو د همغږی په موخه د ملي او نړیوالو علمي او څړنیزو بنسټونو سره د هر اړخیزو اړیکو ټینګول.
  • د کرنیز سکتور اړوند ذیدخل ادارو او بنسټونو سره د زراعتي پروژو او پالیسیو د طرحې، ډیزاین او تطبیق په برخه کې همکار پاتې کیدل.

څانګې / دیپارتمنټونه

  • د کرنیز اقتصاد او کلیو پراختيا په څانګه کې د ماستری برنامه
  • د اګرانومي په څانګه کې د دوکتورا برنامه
  • د حیواني تغذیې او تولید په څانګه کې ماستري برنامه
  • د هارتیکلچر په څانګه کې د دوکتورا برنامه

لاسته راوړنې

۱. تدریس

  • د کرنیز اقتصاد او کلیو پراختیا دیپارتمنت کې د ماستری برنامې پیل (لومړۍ او دوهمه دوره).
  • د اګرانومي دیپارتمنت کې د دوکتورا برنامې پیل (دوهمه دوره).
  • د حیواني تغذیه او تولید دیپارتمنت کې د ماستري برنامې پیل (لومړۍ دوره).

۲. هوکړه لیکونه

  • داخلي هوکړه لیکونه: د هیواد د بیلابیلو پوهنتونونو سره.
  • د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ وزرات سره د هوکړه لیک لاسلیک.
  • د ننګرهار د کانال شرکت سره د هوکړه لیک لاسلیک.
  • د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون سره د هوکړه لیک لاسلیک.

۳. عملي کارونه

  • د محصلینو او استادانو د علمي څیړنو لپاره تحقیقاتی فارم ایجادول او استفاده.
  • د لابراتواري سهولتونو ایجادول او عملي ګټه اخیستنه.
  • د اړونده سکتوري ادارو او سازمانونو سره ګډ کار او د کرنیزو تولیدي فعالیتونو څخه لیدنه.

علمي سفرونه

۱. داخلې علمي سفرونه

د هیواد په کچه مختلفو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته علمي سفرونه ترسره شوي ترڅو دوه اړخیزې اړیکې قوي شي.

۲. بهرني علمي سفرونه

د علمي کادر د جذب او دوه اړخیزو علمي همکاریو لپاره پاکستان او نورو هیوادونو پوهنتونونو ته سفرونه شوي دي.

۳. د محصلینو علمي سفرونه

د کرنې، اوبو لگولو او مالداری وزارت اړوند فارمونو، لابراتوارونو او زراعتي پروژو څخه لیدنې او عملي کارونه.

علمي مقالې

  • پوهندوی دوکتور حمیدالله یونسی: ۸ مقالې
  • پوهندوی دکتور محمد اسماعیل هاشمی: ۶ مقالې
  • پوهنمل دوکتور سید اجمل قریشي: ۴ مقالې
  • پوهندوی عبیدالله محق: ۴ مقالې
  • پوهنیار نثار احمد زاهد: ۶ مقالې

ماستري او دوکتورا برنامې

څانګه / دیپارتمنت برنامه فعال
کرنیز اقتصاد او کلیو پراختیا ماستري
اګرانومي دوکتورا
حیواني تغذیه او تولید ماستري
هارتیکلچر دوکتورا