د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د مالي او اداري مرستیال قاري عبدالستار حیدري په مشرۍ د یاد معاونیت اړوند امرینو او مدیرانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه
د ناستې په پېل کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون مالي او اداري مرستیال قاري عبدالستار حیدري لومړی د ناستې ګډونوالو ته د کارونو د ښه ترسراوي او په کارونو کې د اخلاص، صداقت او امانت څخه د کار اخیستنې په اړه خبرې وکړي او له ټولو یې وغوښتل چې یادو اصلونو ته په کتو سره خپلې کړنې ترسره کړي.
وروسته د ناستې ګډونوالو په خپل نوبت سره خپل نظرونه، ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل، چې رسیده ګې به ورته وشي.
نېټه: سه شنبه
۱۴۰۲/۱۰/۱۹ هـ ش ــ ۱۴۴۵/۰۶/۲۶ هـ ق