مجهزه کتابتون

د کتابتون لنډه پیژندنه

افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په ټوله کې دوه (۲) کتابخانې لري، چې یوه یې په نوې تعمير او بله یې په زاړه تعمير کې قرار لري. په دواړو کتابخانو کې د مختلفو پوهنځیو او څانګو کتابونه لکه (انجنیري، طب، شرعیات، روان‌شناسي، تاریخ، فلسفه، مدیریت، کمپیوټر ساینس، اقتصاد، زراعت، انګلیسي ادبیات) او نورو بېلابېلو څانګو کتابونه شتون لري.

د کتابتون اصول‌نامه

لومړۍ ماده: عمومي اصول

  • دا اصول‌نامه د کتابتون د نظم، د کتابونو د ساتنې، او د زده‌کوونکو او کارکوونکو د اسانتیا لپاره جوړه شوې ده.
  • کتابتون د پوهې خپرولو، د علمي څېړنو او د مطالعې لپاره عامه ځای دی.

دوهمه ماده: کتابتون ته لاس رسی او د استفادې وختونه

  • د کتابتون د کار وختونه له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د سهار له ۸:۰۰ بجو څخه د مازدیګر تر ۴:۰۰ بجو پورې وي.
  • د اړتیا په صورت کې د کتابتون مسؤل د وختونو د زیاتولو یا کمولو صلاحیت لري.

درېیمه ماده: د غړيتوب شرایط

  • د کتابتون له خدماتو د ګټې اخیستلو لپاره باید هر څوک د کتابتون غړی وي.
  • غړیتوب د رسمي فورم د ډکولو او د کتابتون کارت د اخیستو وروسته فعالېږي.
  • د کتابتون کارت یوازې د هغه کس لپاره دی چې په نوم یې اخیستل شوی وي، بل چاته ورکول یې منع دي.

څلورمه ماده: د کتابونو کارول

  • کتابونه یوازې د ټاکل شوي وخت لپاره امانت ورکول کېږي (عموماً ۱۴ ورځې).
  • که کوم غړی وغواړي کتاب اوږده موده وساتي، باید د کتابتون له مسؤل څخه د مودې د غځولو غوښتنه وکړي.
  • کتاب باید په هماغه حالت کې بېرته وسپارل شي، چې اخیستل شوی و.

پنځمه ماده: د کتابونو ساتنه

  • د کتاب خط کشي، څیرول، لیکل یا د پاڼو خرابول سخت منع دي.
  • که څوک کتاب له منځه یوسي یا یې خراب کړي، باید د کتاب قیمت یا نوی کتاب بېرته کتابتون ته وسپاري.
  • د قیمتي او نادره کتابونو امانت اخیستل یوازې د کتابتون د مسؤل په اجازه کېږي.

شپږمه ماده: د کتابتون د نظم ساتنه

  • د کتابتون دننه چوپتیا ساتل لازمي ده.
  • د موبایل ټیلیفون کارول یوازې د بیړنیو حالاتو لپاره اجازه لري.
  • د خوړو او مشروباتو راوړل کتابتون ته منع دي.
  • هر غړی باید د کتابتون د کارکوونکو لارښوونې ومني.

اوومه ماده: د سرغړونو په اړه

  • که غړی د کتابتون اصولو ته پام ونه کړي، کتابتون مسئول حق لري چې د هغه غړیتوب وځنډوي یا یې پای ته ورسوي.

اتمه ماده: پایلي احکام

  • دا اصول‌نامه د منظورېدو له نېټې څخه نافذه ده.
  • د کتابتون مسؤل د دې اصول‌نامې د تطبیق او څارنې مسؤلیت لري.

کتابتون امکانات

۱- د فزیکي ځای امکانات

  • د مطالعې خونې (Study Halls) د چوپ چاپېریال سره.
  • د کمپیوټر لابراتوار یا د انټرنټ خونې.
  • د کنفرانس او سمینار لپاره د غونډو سالون.

۲- د کتابونو او موادو امکانات

  • چاپي کتابونه (Textbooks, Reference Books).
  • علمي مجلې، ژورنالونه او ورځپاڼې.
  • نادره او تاریخي نسخې.
  • د څېړنیزو مقالو او مونوګرافونو مجموعه.
  • د درسي موادو ځانګړي کتابونه.

۳- ډیجیټلي او ټکنالوژیکي امکانات

  • د انټرنټ او Wi-Fi خدمت.
  • د چاپ او سکن خدمتونه.

۴- د غړو لپاره اسانتیاوې

  • د کتاب امانت اخیستلو او بېرته سپارلو سیستم.
  • د کتابتون کارتونه.