د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د کیفیت لوړونې عمومي کمېټې ناسته د دې پوهنتون د علمي چارو د مرستیال پوهندوی ډاکټر رفیع الله عطاء په مشرۍ ترسره شوه.

aiiu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۱
AIIU Environment

د ناستې په پېل کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی ډاکټر رفیع الله عطاء د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د کیفیت لوړونې کمېټې په تېرو کړنو رڼا واچوله او د کیفیت لوړونې معیارونه او پروسه یې د یوه تحصیلي بنسټ لپاره اساس یاد کړ.

وروسته د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال شیخ عبد المالک نیازي، د انجینرۍ پوهنځي رئیس دوکتور عبدالحی کیوان، د زراعت پوهنځي رئیس پوهندوی دوکتور حمیدالله یونسي، د کیفیت لوړونې امریت امر استاد عبیدالله محق، د طب پوهنخي استاد پوهاند غلام رحیم اواب، د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور عبدالواحد لیاقت او د کمېټې نورو غړو عبدالحق سجاني، امرالدین اماني، واحدالله بشاش او محمد اسلم اسلم په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه شریک کړل.

نېټه : چهار شنبه

۱۴۰۲/۰۱/۲۹ هـ ش ـــــــــــــ ۱۴۴۵/۱۰/۸ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۳۰
Background image

د Afghan International Journal of Science ژورنال دوهم دور لومړۍ نوې ګڼه(۲۰۲۶) پر لیکه شوه.

نوې ګڼه پرلیکه شوه – د Afghan International Journal of Science ژورنال، دوهم دور، لومړۍ ګڼه (۲۰۲۶)
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په ویاړ سره د Afghan International Journal of Science. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۰:۴۶
Background image

د دوکتورا برنامې د تیزس دفاع غونډه ترسره شوه.

د دوکتورا برنامې د تیزس دفاع غونډه ترسره شوه.
نن یکشنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د قضاء او شرعي سیاست څانګې د دوکتورا برنامې څخه د دوهم محصل د تیزس دفاع د یوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۹:۳۶
Background image

د دوکتورا برنامې د لومړي محصل د تیزس دفاع غونډه ترسره شوه.

د دوکتورا برنامې د لومړي محصل د تیزس دفاع غونډه ترسره شوه.
نن شنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د قضاء او شرعي سیاست څانګې د دوکتورا برنامې څخه د لومړي ځل لپاره د یو. . .

BACK TO NEWS