کمپیوټر ساینس

د کمپیوټر ساینس پوهنځي پېژندنه

۱- د کمپیوټر ساینس پوهنځي پېژندنه

دا چې یویشتمه پیړۍ د ساینس او تکنالوژۍ پیړۍ بلل کېږي، د نړۍ اقتصاد، پرمختګ، جنګ او هر څه په ساینس او تکنالوژۍ پورې تړلي دي. په اوسني دور کې د کمپیوټر ساینس پوهنځی یو له خورا مهمو او ارزښت لرونکو پوهنځیو څخه شمېرل کېږي.

د معلوماتي تکنالوژۍ، سافټویر انجینري او مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې متخصصین روزي او د کار بازار ته یې له عملي مهارتونو سره وړاندې کوي، چې د نوښت، څېړنې او پرمختللې اقتصادي ودې لپاره مهم بنسټ بلل کېږي.

د ټولنې اړتیاوو ته په کتو او د افغانستان د چټک پرمختګ په موخه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د رهبرۍ په غوښتنه، د لوړو زده کړو وزارت او رئیس الوزراء په ځانګړې لورینه سره د کمپیوټر ساینس پوهنځی په ۱۴۰۴ هـ.ش کال کې په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې د فوق لیسانس زده کړو په موخه تاسیس شو.

اوس مهال د ماسټرۍ په دوو څانګو مصنوعي ځیرکتیا او سافټویر انجینري کې ۵۱ تنه محصلان په زده کړو بوخت دي، چې د تدریس چارې یې د ۷ تنو داخلي او بهرنیو استادانو له لوري پرمخ وړل کېږي.

۲- لرلید

  • نړیواله مخکښي: په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د تکنالوژۍ د زده کړې او څېړنې مخکښ مرکز کېدل او نړیوال اعتبار ترلاسه کول.
  • مسلکي روزنه: د داسې متخصصینو روزل چې قوي علمي پوهه، عملي مهارتونه او خلاقیت ولري.
  • ټولنیز خدمت: د ټولنې او د کار بازار اړتیاوو ته اغېزمن ځواب ورکول.
  • نړیوال پرمختګ: د تکنالوژۍ په برخه کې په نړیوال پرمختګ کې فعاله ونډه اخیستل.

۳- رسالت

  • د مصنوعي ځیرکتیا او سافټویر انجینري په برخه کې د متخصصو او ژمنو کادرونو روزنه.
  • د نوښت او څېړنې له لارې د ټولنې اړتیاوې پوره کول.
  • د افغانستان په پرمختللي اقتصاد او پرمختګ لپاره بنسټیز رول لوبول.

۴- موخې

  • د مسلکي متخصصینو روزنه: د مصنوعي ځیرکتیا او سافټویر انجینري په برخه کې د پوهې لرونکو، نوښتګرو او ژمنو شخصیتونو روزل.
  • د تکنالوژۍ سره برابریدل: د نوې تکنالوژۍ د چټک پرمختګ سره ځان برابرول او د زده کوونکو مهارتونه د نړیوالو معیارونو سره سمول.
  • څېړنه او نوښت: د څېړنیزو فعالیتونو پراختیا، د نوې پوهې تولید او د نوښت فرهنګ پیاوړتیا.
  • اکاډمیکه همکاري: له ملي او نړیوالو پوهنتونونو او څېړنیزو بنسټونو سره همکاري د علمي کچې د لوړتیا لپاره.
  • ټولنې ته خدمت: د ټولنې اړتیاوو ته ځواب ورکول، د کار بازار لپاره متخصصین برابرول او د هېواد پرمختګ ته وده ورکول.

۵- تشکیلاتي جوړښت

د کمپیوټر ساینس پوهنځي تشکیلاتي جوړښت