د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون پر خدماتي کار کوونکو ژمنۍ الباسه وویشل شوه

aiiu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۱۰:۱۵
AIIU Senior

په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی ډاکټر رفیع الله عطاء د خدماتي کار کوونکو خدمات او کړنې وستایلي او ویې ویل چې د اسلامي نظام په هره برخه کې خدمت کول یو عظیم عبادت دی او پکار ده چې مونږ او تاسې دا عبادت په ډېر ښه شکل سره ترسره کړو.

وروسته د پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی ډاکټر رفیع الله عطاء، مالي او اداري مرستیال قاري عبدالستار حیدري، د دفتر آمر قاري محمد لقمان حیدري او نظامي مسوول قاري محمد جاوید فیضان په خپلو مبارکو لاسونو خدماتي کار کوونکو ته ژمنۍ الباسه، چې یوه جوړه کالي او بوټ پکې شامل وو ورکړل.

ڼېټه : پنجشنبه

۱۴۰۲/۱۰/۱۴ هـ ش ـــــــ ۱۴۴۵/۰۶/۲۱ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۲۱
Background image

د زړه دندې د اسلامي شریعت او طب له نظره تر عنوان لاندې علمي سیمینار ترسره شو

د زړه دندې د اسلامي شریعت او طب له نظره تر عنوان لاندې علمي سیمینار ترسره شو.
نن دوشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د مرغومي میاشتې له لومړۍ نېټې سره برابره ده، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۱۴
Background image

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او تابش پوهنتون تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او تابش پوهنتون تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شو.
نن دوشنبه چې د روان کال مرغومي میاشتې له لومړي نیټې سره برابره ده، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او تابش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۴۲
Background image

د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه

د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د پوهنتون د سرپرست رئیس، محترم پوهندوی دوکتور رفیع‌الله عطاء صاحب په مشرۍ، د ریاست مقام په تالار. . .

BACK TO NEWS