د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د کیفیت لوړونې عمومي کمېټې ناسته د دې پوهنتون د علمي چارو د مرستیال پوهندوی ډاکټر رفیع الله عطاء په مشرۍ ترسره شوه.

aiiu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۱
AIIU Environment

د ناستې په پېل کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی ډاکټر رفیع الله عطاء د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د کیفیت لوړونې کمېټې په تېرو کړنو رڼا واچوله او د کیفیت لوړونې معیارونه او پروسه یې د یوه تحصیلي بنسټ لپاره اساس یاد کړ.

وروسته د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال شیخ عبد المالک نیازي، د انجینرۍ پوهنځي رئیس دوکتور عبدالحی کیوان، د زراعت پوهنځي رئیس پوهندوی دوکتور حمیدالله یونسي، د کیفیت لوړونې امریت امر استاد عبیدالله محق، د طب پوهنخي استاد پوهاند غلام رحیم اواب، د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور عبدالواحد لیاقت او د کمېټې نورو غړو عبدالحق سجاني، امرالدین اماني، واحدالله بشاش او محمد اسلم اسلم په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه شریک کړل.

نېټه : چهار شنبه

۱۴۰۲/۰۱/۲۹ هـ ش ـــــــــــــ ۱۴۴۵/۱۰/۸ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۲:۸
Background image

د "الاقتصاد الاسلامي في مواجهة منظومة الاقتصاد المعاصر" تر عنوان لاندې علمي کنفرانس وړاندې شو

د "الاقتصاد الاسلامي في مواجهة منظومة الاقتصاد المعاصر" تر عنوان لاندې علمي کنفرانس وړاندې شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو د مسلکي پرمختیا مرکز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۰:۳
Background image

د څلورو خالي بستونو لپاره آزموینه واخیستل شوه

د څلورو خالي بستونو لپاره آزموینه واخیستل شوه
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون له لوري د څلورو خالي بستونو لپاره آزموینه واخیستل شوه.  
یاده آزموینه د پوهنتون د سرپرست رئیس محترم دوکتور. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۴۱
Background image

د اسلامي بانکدارۍ تر عنوان لاندې علمي کنفرانس وړاندې شو

د اسلامي بانکدارۍ تر عنوان لاندې علمي کنفرانس وړاندې شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو د مسلکي پرمختیا مرکز په نوښت او هڅو سره، د اسلامي بانکدارۍ تر. . .

BACK TO NEWS