د درسونو وړاندې کولو څرنګوالی، د څېړنو ترسره کول او د علمي رسالو او مقالو لیکلو اصولو تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار ترسره شو.
د درسونو وړاندې کولو څرنګوالی، د څېړنو ترسره کول او د علمي رسالو او مقالو لیکلو اصولو تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار ترسره شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون محصلانو چارو معاوینت اړوند د انسجام آمریت په هڅو د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او د مرکزي پوهنتونونو محصلانو ته د درسونو د وړاندې کولو څرنګوالی، د څېړنو ترسره کول او د علمي رسالو او مقالو لیکلو اصول تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار د محصلانو چارو معاونیت مرستیال محمد اشرف غیرت او د انجنیري پوهنځي استادانو په حضور کې وړاندې شو.
د سیمینار په پیل کې د محصلانو چارو معاونیت مرستیال محمد اشرف غیرت ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د علمي څېړنې پر اهمیت خبرې وکړې. نوموړي د علمي او معیاري څېړنو رول د پوهې د پراختیا او د محصلانو د علمي ظرفیتونو د لوړولو لپاره مهم وباله.
په دغه سیمینار کې د څېړنو پېژندنه، د بنسټیزو معلوماتو د راټولولو او ارزونې، په علمي ډیټابېسونو کې د معلوماتو د لټون او د علمي رسالو او مقالو د لیکلو اړوند هر اړخیز معلومات د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د انجنیري پوهنځي اړوند د صنعتي انجنیري ډیپارټمنټ استاد پروفیسور دوکتور افتخار حسین له لوري وړاندې شول.
د یادونې وړ ده، چې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د خپلو محصلانو د علمي وړتیاوو د لوړولو او د څېړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه په دوامداره توګه معلوماتي او علمي سیمینارونه جوړوي، څو محصلان وکولای شي خپلې علمي څېړنې په معیاري او اغېزمن ډول ترسره کړي.
چهار شنبه ۲۷/۳/۱۴۰۵هـ.ش ۱/۱/۱۴۴۸هـ.ق
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت
