د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین دوکتور لطف الله خیر خوا په مشرۍ ناسته کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د طب پوهنځي لپاره د تدریسي روغتون پر ایجاد خبرې او بحث وشو
د ناستې په پېل کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی دوکتور رفیع الله عطاء د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیر خوا او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د تدریسي روغتون د ایجاد په اړه هر اړخېز معلومات شریک کړل.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیر خوا د یاد تدریسي روغتون په جوړیدا خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د تدریسي روغتون په جوړیدا سره به د یاد پوهنتون د طب پوهنځي د فوق برنامو محصلینو د عملي زده کړو لپاره ډېره زمینه سازي وشي او په دې برخه کې به لا ښې زده کړې ترلاسه کړي.
ناسته کې چې د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو ریاست رئیس انجینر سردار ولي صالحي، د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړېکو ریاست رئیس انجینر روح الله روحاني د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون علمي مرستیال پوهنمل دوکتور میر رفیع الله منیب، د طب پوهنځي رئیس پوهنیار ډاکټر حبیب الله فاتح او د طب پوهنځي استاد دوکتور غلام رحیم اواب هم حضور درلود د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.
نېټه: سه شنبه
۱۴۰۲/۱۱/۱۷ هـ ش ــــــــــ ۱۴۴۵/۰۷/۲۵ هـ ق