د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ریاست

د انجنیري پوهنځي پیژندنه

انجنیري په ټوله نړۍ خصوصا په افغانستان کې د سانیس او طبیعي علومویومهمه او ارزښتناکه برخه ده ځکه چې په افغانستان کې د تیرو څولسیزو ناخوالو، طبیعي پیښو او جګړو له امله یو زیات شمیر زیربنایي ودانۍ او ساختمانونه لکه پلونه، سرکونه، کانالونه، د اوبو بندونه، او نور ساختمانونه یا تخریب شوي او یا هم شتون نلري چې د دې ودانولو او جوړلو لپاره د انجنیري پوهنځی حیاتي ارزښت لري.

داچې ټول ملي او شخصي  پوهنتونونه او موسسې یواځې او یواځې د لیسانس تر کچې کادرونه روزي نو اړینه وبلل شوه چې ، په افغان نړیوال اسلامی پوهنتون کې د انجنیري پوهنځی د ماستری او دوکتورا په کچه د کادرونو د روزلو لپاره د دریو څانګو(استرکچر انجنیری، صنعتی انجنیری او جیولوجی او معدن) په منظورۍ سره تآسیس شي ترڅو راتلونکو علمي غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.

د انجنیري پوهنځی چې په ملي او بین المللي کچه به د لوړې سویې لرونکو باتجربه استادانو، کارمندانو، محصل محوره او د مارکیټ مطابق تحصیلي نصاب، مجهزه لابراتوارونو، تجربوي ساحو، څیړنیزو اسانتیاوو، نشراتي اسانتیاوو او نورو سمبال وي تر څو ژمن، متعهد او باتجربه کادرونه چې د اوسنۍ عصری نړۍ څو اړخیزوغوښتنو ته مسلکي ځواب ویونکی اوسې ټولنې ته وړاندې کړي او په مسلکي برخه کې د هیواد د اقتصادی پرمختګ باعث وګرځې.

 

لرلید:

 د لوړو اخلاقو لرونکې، وړ، مسلکي، او تخلیقي نظریاتو لرونکو کادرونو روزل ترڅو څیړنیزو، مسلکي، اقتصادي او ټکنالوژیکې بدلونون ته ځواب ویونکې او لوړ رهبری خاصیت لرونکې اوسې چې له کبله یې د هیواد اقتصادي ثبات کې مهمه ونډه واخلې.

ماموریت:

د سیستماتیک تحصیلي، تدریسي او څیړنیز چاپیریال پالل د غوره انجنیري زده کړو لپاره ترڅو د پیاوړي مسلکي پوهې سره سره د بشپړ تخصصي مهارتونو لرونکي انجنیران عصري نړۍ ته وړاندی شي.

موخې:

۱. د تخلیقي ، نوښتګرو او مثبت ذهنیت سره د غوره فارغانو تولید کول؛

۲. د انجنیري معلوماتو په برخه کې د یو معتبر ارګان په حیث رول لوبول او په ملي انجنیري قوانینو، مقررو، او کودونو جوړول کې مهم رول لوبول؛

۳. د محصل محوره پالیسي او د پایلو په اساس د زده کړو تولید کول