د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ریاست

د افـغان نـړیوال اسلامي پوهنتون (AIIU) پیژندنه :

افغان نړیوال اسلامي پوهنتون

 
   

 

 

 

 

 

 

افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په افغانستان کې لومړنی نړیوال پوهنتون دی چې د ماسټري او دکتورا برنامولپاره ځانګړی شوی دی ،  د کابینې د ۰۱/۰۹/۱۴۰۰ نیټې د (۱۱) ګڼه مصوبې د (۵) بند په اساس د افغانستان امریکایي پوهنتون نوم افغان نړیوال پوهنتون ته بدل شو ،چې په انجنیري، طب ،او زراعت پوهنځیو کې د فوق لېسانس برنامو د ایجاد منظوري ورکړل شوې ده.
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان په اساس په ټولو پوهنتونونو کې د شرعیاتو د پوهنځی د ایجاد په اساس په افغان نړیوال پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځی د درې ماستري برنامو (فقه او قانون، قانون او شرعي سیاست  ، اسلامي اقتصاد او بانکداري) او دری دکتورا برنامو (فقه او قانون، قضا‌‌ء او شرعي سیاست ، اسلامي  اقتصاد او بانکداري) په درلودلو سره ایجاد شوه. 
په وروستیو کې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د هدایت په اساس د دغه پوهنتون له نوم سره د اسلامي کلیمه هم ورزیاته شوه او د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په نوم سره ونومول شو.
  نو اوس افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د څلورو پوهنځیو(انجینري ، زراعت ، طب اوشرعیاتو درلودونکی دی) .
افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په یادوپوهنځیوکې دفوق لیسانس (ماسټري او دوکتورا) برناموپه درلودلوسره د (اصالت اومعاصرت ) ترشعارلاندې دمتخصصو او متعهدو کادرونو په درلودلو اوعصري درسي میتودونو او ټکنالوژي څخه په ګټې اخیستې  سره په  یادو څانګو کې ټولنې ته متخصص ، او اسلامي  ارزښتونو ته ژمن علمي کادرونه وړاندې کوي .

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون لرليد:
افغان نړیوال اسلامي پوهنتون هوډ لري چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د شرعي، طبیعي او ټولنیزو علومو په برخه کې د نړیوالو معیارونو سره سم، ژمن او متخصص کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي چې په يادو برخو کې د معاصرو علمي څيړنو د ترسره کولو وړتيا ولري، او د خپلو علمي څيړنو په پایله کې په نوموړو برخو کې د ستونزو لپاره د حل مناسبې لارې ومومي ترڅو د هيواد، سيمې او نړۍ په معنوي او مادي پرمختګ کې رول ولوبوي.

د افغان اسلامي نړیوال پوهنتون ماموريت:
افغان نړيوال اسلامي پوهنتون د شرعي علومو، طب، زراعت او انجينری په برخه کې د فوق ليسانس  په کچه د ژمنو او متخصصو علمی کادرونو په روزلو او د پرمختللی تدريسي او  او تحقيقی چاپیریال په رامنځته کولو بوخت دی او په همدې اساس د هيواد، سيمې او نړۍ د علمي او اقتصادي پرمختګ ته کار کوي