د محصلانو چارو معاونیت

لرليد

محصلانو چارو معاونیت به محصلینو ته په تحصيلي څانګو کې پر نړيوالو معیارونو برابر اکاډمیک چاپېریال د خدماتو او اسانتياوو وړاندې کوونکی وي.

مأموریت

محصلانو چارو معاونیت مختلفو تحصيلي ځانګو کې پر نړيوالو معيارونو برابر د مسلکي او ژمنو کادرونو د روزنې په موخه د ښه تحصیلی اکادمیک چاپیریال د رامنځته کولو لپاره فعالیت کوي.

موخې

  • د اسلامي او ملي ارزښتونو ترویج او ساتنه
  • د اکاډميکې سپېڅلتیا ساتنه
  • په ملي او نړيواله کچه د محصلینو جذب
  • ملي او نړيوالو معیارونو سره سم د محصلینو روزنه

خدمتونه

د محصلانو لپاره د هستوګنې او لیلېې خدمتونه

افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د خارجي محصلانو د هستوګنې لپاره د ژوندانه د اړتیاوو سره برابره لیلیه لري. د دې ترڅنګ افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د محصلانو د ژوند د اړتیاوو لپاره کفتریا او کانتین هم لري.

روغتیایي خدمتونه

افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د محصلانو د روغتیا په موخه یو باب صحي کلنیک لري چې محصلانو ته د روغتیا په برخه کې خدمتونه وړاندې کوي. د محصلانو د رواني ستونزو د حل په موخه د محصلانو چارو معاونیت تر چتر لاندې د رواني مشاورې مرکز هم فعالیت کوي. همدارنګه د طب پوهنځي لپاره یو تدریسي روغتون هم جوړېږي چې تقریباً ۸۰٪ چارې یې بشپړې شوي دي.

تفریحي او ورزشي خدمتونه

پوهنتون د فوټبال، والیبال، کرکټ، جمنازیوم او یو مجهز جیم (ورزشي کلب) لري. د پوهنتون د پوهنځیو ټیمونو ترمنځ سیالۍ ترسره کېږي او منتخب ټیمونه د نورو پوهنتونونو پر وړاندې هم لوبې کوي.

د محصلانو نظریات، شکایتونه او وړاندیزونه

په پوهنتون کې د اکاډميک نظم رعایت او د اکاډمیکو کړنو او صفاتو ساتنه یو اساسي شرط دی. د همدې لپاره د نظم او ډسپلین عمومي کمیټه ایجاد شوې ترڅو د محصلانو وړاندیزونه او شکایتونه ثبت او حل کړي.

  • لومړی د ټولګي له نماینده سره شریکه شي.
  • وروسته د ټولګي لارښود استاد ته وړاندې شي.
  • که حل نه شو، د شکایتونو صندوق ته په لیکلې بڼه واچول شي.
  • په دوهمه مرحله کې د څانګې آمر او په درېیمه کې د پوهنځي رئیس ته وړاندې کېږي.
  • که حل نه شو، د پوهنتون د نظم او ډسپلین عمومي کمیټې او د محصلانو چارو معاونیت ته وړاندې کېږي.

د محصلانو ټولنې او پروګرامونه

د رضاکارانو محصلانو ټولنه

دا ټولنه د خواخوږۍ، همدردۍ او ټولنیز مسؤولیت روحیه پیاوړې کوي. د حفظ الصحې، عامه پوهاوي، ټولنیزو خدمتونو، د نیالګیو کښېنول، د وینې ورکولو پروګرامونه او نور فعالیتونه ترسره کوي.

روزنیز پروګرامونه

پوهنتون د ظرفیت لوړونې په برخه کې علمي ورکشاپونه، سیمینارونه او علمي سفرونه برابروي.

د مسلکي زده کړو برخه

محصلین د عملي زده کړو لپاره بېلابېلو دولتي او شخصي ادارو ته معرفي کېږي تر څو خپل مسلکي مهارتونه لوړ کړي.

د فعالو او غیر فعالو برنامو لیست

شماره پوهنځی خانه پروګرام فعال غیر فعال
1 شرعیات فقه او قانون ماستری  
قضاء او شرعي سیاست ماستری  
اسلامي بانکداري او اقتصاد ماستری  
فقه او قانون دوکتورا  
قضاء او شرعي سیاست دوکتورا  
اسلامي بانکداري او اقتصاد دوکتورا  
2 طب طبي تکنالوژي ماستری  
طبي مايکروبيولوژي ماستری  
نرسنګ ماستری  
صحت عامه دوکتورا  
3 زراعت کرنیز اقتصاد او کلیو پراختیا ماستری  
تغذیه او تولید حیواني ماستری  
اګرونومي دوکتورا  
4 انجنيري صنعي ماستری  
د کانونو او رسنیو انجنيري او مدیریت ماستری  
استرکچر دوکتورا