د امـ.ـیرالمـ.ـؤمنـ.ـین حفـ.ـظه ‌الله تعـ.ـالی ورعاه د فرامینو تشریح او د پوهنځیو په کچه د ستراتیژیک پلان جوړونې په اړه علمي سیمینارونه ترسره شول.

aiiu_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۹:۱۲
aiiu

د امـ.ـیرالمـ.ـؤمنـ.ـین حفـ.ـظه ‌الله تعـ.ـالی ورعاه د فرامینو تشریح او د پوهنځیو په کچه د ستراتیژیک پلان جوړونې په اړه علمي سیمینارونه ترسره شول.
نن شنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو د مسلکي پرمختیايي مرکز له لوري، د امـ.ـیرالمـ.ـؤمنـ.ـین حفـ.ـظه ‌الله تعـ.ـالی ورعاه د فرامینو تشریح او د پوهنځیو په کچه د ستراتیژیک پلان جوړنې تر عنوانونو لاندې دوه علمي سیمینارونه ترسره شول، چې په کې د پوهنتون د رهبرۍ شورا غړو او د بېلابېلو پوهنځیو استادانو ګډون کړی و.
لومړی سیمینار د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال دوکتور عبدالواحد لیاقت له لوري وړاندې شو. نوموړي د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د توشیح شوو فرمانونو له جملې څخه د مبلغینو قانون تشریح او وړاندې کړ. 
په دغه سیمینار کې د مبلغ پېژندنه، د مبلغ شرایط، د مبلغ آداب، د دعوت وسایل، د مبلغ مکلفیتونه، د ریاستونو او آمریتونو دندې او نور اړوند موضوعات په تفصیل سره بیان شول.
دوهم سیمینار د زراعت پوهنځي رئیس پوهندوی دوکتور محمد اسماعیل هاشمي له لوري وړاندې شو، چې په کې د ستراتیژیک پلان جوړونې اړتیا، د ستراتیژیک پلان ارزښت، موخې، د پلان جوړونې میتودونه، لومړیتوبونو ټاکنه او نور اړوند موارد په هر اړخیز ډول تشریح کړل.
د یادولو وړه ده، چې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اړوند د علمي چارو معاونیت له لوري دغه سیمینارونه د استادانو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې، د ادارې  مؤثرو پلانونو د پیاوړتیا او د علمي چارو  لا ښه والي په موخه ترسره شول.
شنبه: ۲/۳/۱۴۰۵هـ.ش       ۶/۱۲/۴۴۷هـ.ق
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۳۱
Background image

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې د ۴.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يو شمېر پروژو چارې پیل شوې.

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې د ۴.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يو شمېر پروژو چارې پیل شوې.

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په شرعیاتو پوهنځي کې د ۴.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د کانکریټ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۲۵
Background image

د ډارپ سیسټم پیژندنې تر عنوان لاندې علمي او روزنیز سیمینار وړاندې شو.

د ډارپ سیسټم پیژندنې تر عنوان لاندې علمي او روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو ډیپارټمنټو آمرینو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د ډارپ سیسټم پیژندنې تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۱
Background image

د هوا ککړتیا، چاپېریال ساتنې او انرژۍ سپما تر سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو.

د هوا ککړتیا، چاپېریال ساتنې او انرژۍ سپما تر سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو.
نن دوشنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د دفتر آمریت په همکارۍ، د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو د. . .

BACK TO NEWS