د هوا ککړتیا عواملو او د حل لارو چارو تر سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو.

aiiu_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۱۵
aiiu

د هوا ککړتیا عواملو او د حل لارو چارو تر سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو.
نن دوشنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا عمومي مرکز له لوري، د ،هوا ککړتیا عواملو او د حل لارو چارو، تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سیمینار د استادانو، پوهنتون د رهبرۍ غړو او اداري کارکوونکو په حضور کې ترسره شو.
د سیمینار په پیل کې د علمي چارو مرستیال پوهنوال عبدالواحد لیاقت د هوا ککړتیا په اړه مقدماتي وینا وکړه. نوموړي وویل: د هوا ککړتیا مخنیوی د هر وګړي مسؤولیت دی او ټول باید د خپل چاپېریال په پاک ساتلو کې خپل مسؤولیت اداء کړي.
ورپسې د زراعت پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور حمیدالله یونسي د ،هوا ککړتیا عواملو او د حل لارو چارو، تر سرلیک لاندې علمي سیمینار وړاندې کړ. نوموړي د چاپېریال ساتنې ارزښت د اسلام له  نظره، د هوا ککړتیا مفهوم، د ککړتیا ډولونه، پر ټولنه د هوا ککړتیا اغېزې، د انسان پر روغتیا د ککړتیا زیانونه او د هوا ککړتیا د مخنیوي لارې چارې په اړه هر اړخیز بحث ترسره کړو .
 ښاغلي یونسي همدارنګه لارښوونه وکړه، چې تر ډېره حده پورې دې په موټرو کې د تګ پر ځای پیاده یا بایسکل تګ ته ترجیع ورکړل شي او د سون توکو د استعمال پر ځای د برقي او بریښنا وسایلو څخه ګټه واخېستل شي.
د یادونې وړ ده، چې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د تدریس ترڅنګ  چاپېریال ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کوي، څو د زده‌ کړو، تدریس او څېړنې لپاره مناسبه او ارامه فضاء برابره شي.
دوشنبه:
۲/۴/۱۴۰۵هـ.ش
۵/۲/۱۴۴۸هـ.ق 
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۳۱
Background image

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې د ۴.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يو شمېر پروژو چارې پیل شوې.

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې د ۴.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يو شمېر پروژو چارې پیل شوې.

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په شرعیاتو پوهنځي کې د ۴.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د کانکریټ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۲۵
Background image

د ډارپ سیسټم پیژندنې تر عنوان لاندې علمي او روزنیز سیمینار وړاندې شو.

د ډارپ سیسټم پیژندنې تر عنوان لاندې علمي او روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو ډیپارټمنټو آمرینو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د ډارپ سیسټم پیژندنې تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۱
Background image

د هوا ککړتیا، چاپېریال ساتنې او انرژۍ سپما تر سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو.

د هوا ککړتیا، چاپېریال ساتنې او انرژۍ سپما تر سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو.
نن دوشنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د دفتر آمریت په همکارۍ، د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو د. . .

BACK TO NEWS