د SPSS پروګرام شپږ ورځنی علمي او روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د SPSS پروګرام شپږ ورځنی علمي او روزنیز ورکشاپ پیل شو.
نن دوشنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي مجلې او څېړنو معاونیت له لوري، د استادانو د مسلکي پرمختیا مرکز په همکارۍ، د پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو استادانو ته د SPSS پروګرام شپږ ورځنی علمي او روزنیز ورکشاپ پیل شو.
دغه ورکشاپ د کابل پوهنتون د وترنري پوهنځي استاد پوهاند دوکتور اسدالله صمدي لوري وړاندې کېږي، چې د شپږ ورځو په اوږدو کې به د SPSS پروګرام پېژندنه، د متغیرونو او معلوماتو د پاڼو معرفي، په یاد پروګرام کې د ډیټابېس جوړول، د لیبلونو ټاکل او د معلوماتو د استنباطي تحلیلونو ترسره کول او اړند ورته موضوعات باندې بشپړ معلومات وړاندې شي.
د یادونې وړ ده، چې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون تر دې وړاندې هم د استادانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د څېړنې په برخه کې د هغوی د مهارتونو د پیاوړتیا په موخه ورته ورکشاپونه جوړ کړي دي.
دوشنبه، ۲۰ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش | ۲۹ ربیعالثانی ۱۴۴۸ هـ.ق.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت
