په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې د ۴.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يو شمېر پروژو چارې پیل شوې.
په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې د ۴.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يو شمېر پروژو چارې پیل شوې.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په شرعیاتو پوهنځي کې د ۴.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د کانکریټ اچولو او د اوبو څاه کېندلو پروژې چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ پیل شوې.
د دغو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس پوهنمل نورمحمد عزیزي د چارو تطبیق پر مهال د کیفیت، شفافیت او معیارونو پر رعایت ټینګار وکړ.
نوموړي له اړوندو مسؤلینو وغوښتل، چې د پروژې چارې په ټاکل شوي وخت په معیاري ډول او د اړوندو تخنیکي اصولو په پام کې نیولو سره سرته ورسوي.
د دغې پروژې ټول لګښت څلور میلیونه او ۳۰۰ زره افغانۍ دی، چې په ترڅ کې به د ۱۱۱۰ متره مربع ځمکې د کانکریټ اچولو چارې ترسره شي او همدارنګه به د ۲۷۰ متره په ژوروالي سره د اوبو څاه وکېندل شي.
د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د پوهنتون په دویمه څانګه کې د کانکریټ اچولو او د اوبو برابرولو په برخه کې اړینې اسانتیاوې رامنځته شي.
نېټه: دوشنبه
د ۱۴۴۸هـ.ق کال د ربيع الاول ۷مه
د ۱۴۰۵هـ.ش کال د میزان ۲۷مه
